تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۲

ایران او افغانستان په ګډه د کانونو په برخه کې پانګه اچونه کوي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په پام کې ده چې ایران او افغانستان په ګډه سره د دې هېواد د کانونو په برخه کې پانګې واچوي.

دا وزارت وايي، په دې مقصد د چهارشنبې په ورځ ناوخته په کابل کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ، یوه تفاهمنامه لاسلیک شوه.

دغه تفاهمنامه چې په ې وروستیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ لاسلیک شوې، له مخې به یې د افغانستان د کانونو په برخه کې په ګډه سره پانګونه وشي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، دا تفاهمنامه به پر ایران سربیره، د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته هم زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې پانګې واچوي.

د دې وزارت ویاند محې الدین نوري د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل،

د دې ترڅنګ به د هېواد په لویدیځ کې د ډبرو د سکرو د کانونو عملي او څیړنیز کارونه پیل شي.

ښاغلي نوري زیاته کړه:

"دا تفاهمنامه ګډو پانګونو ته زمینه برابروي ایران او د سیمې نور هيوادونه د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګې واچوي. همدارنګه د ایران او افغانستان د مربوطو ارګانونو ترمنځ دا زمینه برابروي چې په دې برخه کې نورې خبرې هم ولري."

چېن او هندوستان په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ځینو کانونو د کېندنو په مقصد پانګې اچولي، خو دا لومړی ځل دی چې ایران په دې هيواد کې د کانونو کېندلو ته لیوالتیا ښيي.

پخوا تر دې د ایران جمهورريیس په روسیه کې د بروکسل د ناستې په ترڅ کې له جمهور رییس اشرف غني څخه غوښتي وو چې ایراني پانګوالو ته دې په افغانستان کې د کان کېدنو لپاره، زمینې برابرې کړي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت د اجرایي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران د کانونو وزیر، له اجرایي رییس عبداله عبداله سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې د کان کېندنو په برخو کې خپلې ټولې تجربې له افغان حکومت سره شریکې کړي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي، که دغه تفاهمنامه پر منل شوېو معیارونو برابره عملي شي، ښه نتیجه به ورکړي او که نه نو ګټه به یې یوازې ایراني لوري ته ورسیږي.

د دې کارپوهانو له ډلې حسیب اله موحد په دې برخه کې پر شفافیت او جدي څارنه تاکېد کوي:

"که ښه مدیریت شي، ښه ده خو نتیجه چې موږ يې په تمه یو، په اوسنیو شرایطو کې به لږه ترلاسه شي.ځکه فساد هم شته او فني کادرونه هم ضروري دي. لومړي باید بنیادي کارونه وشي او بیا اقدام وشي."

ایران په وروستیو کلونو کې د سړک جوړونې، بريښنا او داسې نورو بنسټیزو پروژو کي له افغانستان سره مرستې کړې دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دې تفاهمنامې له عملي کېدو سره به د هېواد پر اقتصاد مثبت اثر پریوځي او نورو پروژو ته به هم لارې پرانیستل شي.

خان محمد سیند

​
XS
SM
MD
LG