د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۴ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۵۵

سټیفن: په سوریه کې نسبي اوربند ټینګ دی


د سوريې لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی سټیفن ډې میسټورا وايي: په سوریه کې له تیرو شپږو ورځو راهیسې، نسبي اوربند ټینګ دی.

ډې میستورا په جینوا کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د شبکې له مسئول یان ایګلند سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، تر پنځه کلن بحران وروسته، په سوریه کې شپږ ورځې اوربند د پام وړ اهمیت لري او د سوریې خلکو ته ښه زیری دی.

ډې میسټورا په سوریه کې د شپږ ورځې نسبي کرارۍ له امله خوشبیني څرګند کړه خو ویې ویل چې په حمص، لاذقیه او دمشق کې نښتې روانې وې او ښايي ادامه پيدا کړي.

ډې میسټورا وویل چې تر پینځو کلونو جګړې وروسته په بشپړ ډول د اوربند ټینګیدل اسانه خبره نه ده.

ښاغلي سټیفن ډې میسټورا زیاته کړه :

"په سوریه کې وضعیت لا هم نازک دی او د بري ډاډ نه شته خو پرمختګ څرګند دی او تاسې د سوریې له خلکو پوښتنه کولای شئ."

د ملګرو ملتونو دې استازي ټینګار وکړ چې په سوریه کې د جګړې پر ټولو خواوو باید فشار راوستل شي څو د بحران د پای ته رسیدو لپار هڅې پایلې ته ورسیږي او دې هېواد ته د بشري مرستو رسولو بهیر پیل شي.

په همدې غوڼده کې د ناروې د مهاجرت شورا مشر او د سوریې لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د شبکې مسئول یان ایګلاند وویل چې په تیرو درېيو اونیو کې د موادو ۲۳۶ لارۍ سوریې ته تللې او لږترلږه ۱۱۵ زره کسانو ته مرستې رسیدلې دي.

یان ایګلاند زیاته کړه:

"موږ تر اوسه نه یو توانیدلي چې په عمومي ډول د ښارونو محاصره ماته کړو، هغو سیمو ته چې لېرې پرتې دي یا ورتګ ګران دی مواد ورسوو. د دې لپاره سخت زیات کار ته اړتیا ده او زموږ په وړاندې سختې زیاتې ستونزې پرتې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ او د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون پر مسکو او دمشق ږغ کړی چې په سوریه کې پر منځ لارې اپوزیسیون حملې ژر تر ژره بندې کړي.

دواړو اروپايي مشرانو په پاریس کې تر غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې، پر روسیې او د بشار الاسد پر رژیم ږغ وکړ چې اوربند ته خپل تعهد ټینګ وساتي او پر بشري حقونو روان تیری بند کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د اسد رژیم او مسکو باید پر روغتیايي مرکزونو له حملو لاس واخلي او د حلب ښار پر لور د پرمختګ هڅې بندې کړي ځکه د دوي په وینا، دا کار د سولې لپاره هڅو ته زیان رسوي او د کډوالو بحران زیاتوي.

د بریتانیې صدراعظم ډيویډ کامیرون او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند به نن جمعه په ټیلیفوني کنفرانس کې د روسیې او جرمني له مشرانو سره د سوریې پر وضعیت خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG