امریکا په افغانستان کې د حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو د پیل لپاره د روان هلوځلو په اړه خوشبیني څرګنده کړه.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیالې لوریل میلر پرون پنجشنبې په کابل کې د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر له امنیتي سلاکار حنیف اتمر سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړی چې دا هڅې به مثبته پایله ولري.
د ملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي، ښاغلي اتمر هم د سولې لپاره روانې هڅې مثبتې ګڼلې،خو ټینګار یې کړی چې حکومت به له هغو کسانو سره چې د افغانانو د وژلو لپاره تروریستي حملې کوي خبرې ونه کړي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا په وینا، د حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو په اړه پينځمه څلور اړخیزه غونډه ښايي راتلونکې اوونۍ په اسلام اباد کې وشي.
د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي خبیر اوچقون ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو د پیل لپاره، د څلور اړخیزو غونډو پينځمه به د روانې میلادي میاشتې مارچ د لسمې او پينځلسمې ترمنځ په اسلام اباد کې وشي.
مخکې داسې ویل شوي وو چې دا غونډه به د مارچ په لومړۍ اوونۍ کېږي.
خو د ښاغلي خبیر د پاکستان د صدراعظم د سلاکار سرتاج عزیز وروستیو څرګندونو ته په اشاره وویل چې په دې اړه مخکنۍ پریکړه عمومي/ کلي وه او باید نهايي شوې وای.
ښاغلي خبیراوچقون زیاته کړه:
"سرتاج عزیز په امریکا کې په وروستیو کې وویل چې دوی د دې غونډې کوربانه دي او څرګنده یې کړه چې غونډه به د مارچ د لسمې او پینځلسمې ترمنځ په اسلام اباد کې وشي. هغوي کوربانه دي نو موږ هم ورته پریکړه وکړه."
د سولې د عالي شورا مرستیال ازادي راډیوته وویل چې حکومتي لوری به له طالبانو سره د مذاکرو لپاره پر هغو مسئلو چې سره کرښه ورته ایستل شوې، هیڅ ډول انعطاف ونه کړي.
د افغان حکومت او طالبانو د سولې په اړه په څلور اړخیزو مذاکرو کې امریکا، چېن او پاکستان ګډون لري.
پرون د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي استازي مرستیالې په کابل کې د ولسمشر له امنیتي سلاکار حنیف اتمر سره د سولې لپاره پر روانو هڅو خبرې کړې دي.
د ملي امنیت د شورا خبر پاڼه وايي، ښاغلي اتمر د دې بهیر په اړه خوشبیني څرګنده کړې خو ټينګار یې کړی چې له هغو کسانو سره به مذاکرې ونه شي چې د افغانانو د وژلو لپاره د انتحاري او بمې حملې کوي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مرستیالې هم ډاډ څرګند کړی چې د سولې د مذ اکرو د پیل لپاره روانې هڅې به مثبته نتیجه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند شهباز ایرج د یو شمېر عربي هېوادونو له استازو سره د عبدالرشید دوستم کتنې ته په اشاره، پرون ازادي راډیو ته وویل چې دا خوشبیني شته چې د طالبانو معتبر استازی/ استازي به د سولې په مذاکرو کې ګډون وکړي.
شهباز ایرج زیاته کړه:
"د یو لړ تګ راتګونو په پایله کې داسې ډيرې هیلې شته چې د طالبانو مهم غړي به چې پریکنده پریکړې کولای شي او له هغوي سره خبرې پایلې ولري، د سولې په اړه زموږ پر لومړیتوبونو خبرو ته تیار شي. خو هغه خبرې چې باید په زغرده وشي، د سولې لپاره د هڅو په دې پړاو کې نه شو څرګندولای."
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال وايي چې د سعودي عربستان په مشرۍ، د سیمې او عربي هېوادونو مشران د حکومت پر مخالفو ډلو د نفوذ او دا فغانستان له حکومت سره د اړیکو پر اساس، له دې بهیر سره ډیره مرسته کولای شي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي چې له طالبانوسره د مخامخ خبرولپاره لومړۍ غونډې ته هم اسلام اباد د کوربه په توګه غوره شوی دی.