د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۹

افغان ځواکونو ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمې ونیولې


د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ د احمدزیو د کلي ښوونځی
د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ د احمدزیو د کلي ښوونځی

د بغلان ډنډ غوري ولسوالي له نږدې یوې نیمې میاشتې جګړې وروسته په بشپړه توګه امنیتي ځواکونو له طالبانو څخه ونیوله.

د لومړۍ فرقې د ځانګړیو عملیاتو قوماندان برید جنرال امان الله مبین د پنجشنبې په ورځ د ډنډ غوري په احمدزیو کلي کې چې د طالبانو اصلي مرکز و، خبریالانو ته وویل، دښمن ته مو درانه تلفات اړولي.

ښاغلی مبین وايي:

"د کومانډو د یوه سریع حرکت په ترڅ کې موږ تېره شپه برید د احمدزیو د کلي په لور پیل کړ. دا اوس تاسو وینئ چې موږ د احمدزیو د سیمې په مرکز کې یو. دا سیمه بشپړه تصفیه شوې او تلاشي شوې، د دولت نږدې ۲۸۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او د هغوی تر ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي."

برید جنرال مبین زیاته کړه چې اوس په سیمه کې تصفیوي عملیات دوام لري او خلکو ته بلنه ورکوو چې په لنډ وخت کې خپلو کورونو ته ستانه شي.

دی زیاتوي:

"شرایط ژوند ته تیار شوي، خو یو فرصت دې خلک موږ ته راکړي څو ویالې، ژورې، لارې او کوڅې له ماینونو تصفیه کړو."

په ډنډ غوري کې لږ خلک پاتې دي او ډېری د جګړو له امله بې ځایه شوي دي.

بل لور ته په ډنډ غوري کې د شاهین قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال غلام فاروق احمدي د بلې ناکرارې سیمې ډنډ شهاب الدین په اړه خبریالانو ته وویل:

"د ډنډ غوري ټولې سیمې پاکې شوي د ډنډ شهاب الدین په سیمه کې چې یو څه دښمن پاتې وو، هغه هم تښتېدلی دي."

د تېرو شپږو اوونیو په ترڅ کې افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه تر دې دمه کره شمېرې نه دي خپرې شوي، خو طالبانو مخکې ویلي و چې افغان ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي، دا ادعا پوځ او پولیس په کلکه ردوي.

XS
SM
MD
LG