د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۵

د ملي شورا ۹۰فیصده غړي د هېواد راتلونکي ته اندیښمن دي


د ډموکراسي انټرنشنل دفتر یوه نوي څيړنه ښيي چې د ملي شورا څه باندې ۹۰فیصده غړي د حکومت کړنو ته په کتو د هېواد راتلونکي ته اندیښمن دي.

دا بنسټ وايي چې دا څیړنه یې په ملي شورا کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له استازو سره د مرکو له لارې کړي چې د دوه پخوانیو کلونو په پرتله شپږ برابره د نظر بدلون ښيي.

د ملي وحدت حکومت په فعالیتونو د عامو خلکو د انتقادونو تر څنګ د هېواد د دریمې قوې یعنې ملي شورا انتقادونه هم زیات شوي او د ملي شورا اکثره غړي د حکومت راتلونکې ته خوشبینه نه دي.

د ډموکراسي انټرنشل د دفتر نوي موندنې ښيي چې د ملي شورا یوازې اوه فیصده وګړي د هېواد راتلونکي ته خوشبینه دي خو نور مطلق اکثریت وايي چې افغانستان د مشرانو کړنو ته په کتو د بحران په لوري روان دی.

د ۲۰۱۵ میلادي کال په وروستیو کې د شوي دغې څیړنې نتیجې په کابل کې د دغه دفتر یوه استازي ذکریا بارکزي د پنجشنبې په ورځ له رسنیو سره شریکې کړې:

"د ملي شورا یواځې ۷٪ غړي په دې نظر دي چې افغانستان سم لوري ته روان دی خو ډير یې دا نظر لري چې په مطلقه توګه وضعیت بد لوري ته ځي او د دوی د دې کار اساسي علت هم کمزوري حکومتوالي او د همغږي نشتوالۍ بیانوي."

ډموکراسي انټرنشنل وایي چې په افغانستان کې یې د ناامنیو، د حکومت د سیاستونو، د سولې د خبرو، د شته فساد او ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه دا سروې د ملي شورا د دواړو جرګو د نظر لرونکو ۲۱۵ کسانو څخه کړې ده.

څيړنه ښيي چې د طالبانو سره د سولې لانجمنو خبرو که څه هم پخوانۍ محبوبیت له لاسه ورکړی خو زیاتره غړي د دغو خبرو ملاتړ کوي.

د ملي شورا ۴۲ فیصدو غړو ویلي چې د بد امنیت له امله خپلو ولایتونو ته د دوی تګ ناشونی دی او په ولایتونو کې یې د پخوانیو کلونو په پرتله نا امنۍ ډيرې شوي دي.

په همدې ډول دا څیړنه ښيي چې د ملي شورا غړي د ملي وحدت حکومت د دواړو مشرانو څخه ناراضه دي او شاوخوا ۱۴ فیصده یې بیا د اجرایه ریاست د کار دوام غیر قانوني ګڼي.

بل خوا د حکومت اجرایه ریاست وايي چې حکومت د ملي شورا سره په ګډه کارکوي ترڅو روان وضعیت سم لوري ته ولاړ او د خلکو غږ مستقیماً د کابینې تر غړو ورسیږي.

د اجرایه ریس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل ازادي راډيو ته وویل چې دا ډول څیړنې د ورځو له حالاتو تصویر اخلي او بدلیدونکي وي:

"په ټوله کې دا ډول څیړنې د اعتبار او باور وړ نه دي، خو په هر صورت حکومت د وضعیت د ښه کیدو لپاره د هڅو مسولیت لري او ځان مسول ګڼي چې د خلکو غوښتنو ته په وخت مثبت ځواب ووايي او د خلکو سره شوي ژمنې عملي کړي."

د هېواد دریمه قوه داسې مهال د حکومت له کړنو بد تصویر لري چې ځیني بهرنیو هېوادونو هم روان ۲۰۱۶ کال د ملي یووالي حکومت لپاره له بېلابېلو ازمونونو ډک کال بللی دی.

خو له دې ټولو سره افغان حکومت ویلي چې دوی هم د روان وضعیته راضي نه دي او د بنسټیزو بدلونو لپاره په دوامداره توګه هڅې ترسره کوي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG