د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په پوځي برخه کې به دوی د اړتیاوو لست د همدې اوونۍ تر پايه پورې بشپړ شي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه لېست په جوړولو د ټاکل شوي پلاوي کار روان دی.
دا په داسې حال کې ده چې د چین لوی درستیز په دې وروستیو ورځو کې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له دفاع وزارت غوښتي چې دغه لست بشپړ او دوی ته یې وسپاري.
په ورته وخت کې افغان پوځي کارپوهان ټینګار کوي چې د دفاع وزارت ټاکل شوی پلاوی دی په دغه لست کې له چینه د درنو وسلو او د هوايي ځواکونو په برخه کې د تجهیزاتو غوښتنه وکړي.
اجمل تورمان راپور ورکوي: