د ملګروملتونو امنیت شورا په غوڅ اکثریت یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې پر شمالي کوریا نړيوال بندیزونه پراخ شول.
په نیویارک کې د چهارشنبې په ورځ دا رایي د پیونګ یانګ له لوري په تېرو دوو میاشتو کې د اټمي او بالسټیک توغندېو د ازموینو په ځواب کې واچول شوې.
تر رایي اچولو وروسته، په ملګروملتونو کې د انګولا استازي اسماعیل ګاسپرمارټینز چې د امنیت شورا مهالنی مشر دی، نتیجه اعلان کړه:
"د رایيو نتیجه داسې ده، د پریکړه لیک د مسودې په تایید ۱۵ رایي. نو دا مسوده په غوڅ اکثریت د ۲۰۱۶ کال د ۲۲۷۰ پریکړه لیک په نوم تصویب شوه."
په پریکړه لیک کې له ټولو هېوادونو غوښتل شوي دي چې هرهغه څه چې د هوا، مځکې او اوبو له لارې شمالي کوریا ته انتقالیږي یا له دغه هېواده بهر ته وړل کیږي باید وپلټل شي. همدا راز پر شمالي کوریا د هر راز سپکو او درنو وسلو پلورل منع شوي دي.
په ملګروملتونو کې د امریکا استازې سامانتا پاور پر شمالي کوریا نوي لګول شوي بندیزونه سخت یاد کړل:
"دا پریکړه لیک چې موږ اوس تصویب کړ د شمالي کوریا پرضد تر بل هر پریکړه لیک ډير سخت دی، د همدې لپاره په دوو لسیزو کې تر بل هر وخت سخت بندیزونه لري."
په ملګروملتونو کې د روسیې استازي ویټالي چورکین هم وویل چې پر شمالي کوریا لګیدلي بندیزونه سخت دي خو چورکین زیاته کړه چې شمالي کوریا کولی شي چې له نړېوالو سره د خبرو میز ته حاضر شي.
بل لورته په امنیت شورا کې تر رایي ورکولو وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما په یوه بیان کې وویل چې نن نړېوالې ټولنې په یوه غږ پیونګ یانګ ته یو ساده پیغام ورکړ چې شمالي کوریا باید له دغسې خطرناکه پروګرامونو لاس واخلي او د خپلو خلکو لپاره سم لاره غوره کړي.