له تیرو ۲۰ ورځو راهیسې د ملي اردو په مشرۍ د اچین ولسوالۍ په ده سړک، عبدالخېل او نورو ناامنو سیمو کې د داعش پرضد عملیات ترسره شول او د چارواکو په خبره اوس هم د پرمختګ په لور روان دي.
د ولسوالۍ شاوخوا نېږدې سیمو ته یو شمېر کډه شوي کورنۍ وايي، دلته ټول ځوانان بې روزګاره دي او په سیمه کې کلنیکونه، مکتبونه، کروندې او ودانۍ يې له کاره لوېدلي.
دوی له مرکزي چارواکو غوښتنه وکړه چې دې سیمې ته دې داسې پروژې منظور کړي چې د سیمې خلک په کې مصروفه شي.
د یادې ولسوالیو ۲ تنو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل:
"۱ـ نورالله: دومره خلک چې دلته ولاړ دي دا یو هم کار روزګار نه لري تاسې راغلې یاست مننه درنه کوو خو دا زموږ غږ مستقیماً اشرف غني ته ورسوئ چې دلته نه پروژه شته نه کلنیکونه جوړ شته خلک بې رزګاره دي اشرف غني باید دې سیمې ته توجه وکړي."
"۲ ـ ملک نورالرحمن: اوس خو وضعیت بلکل ښه دی موږ په خپل زور نیولی دا زموږ زور به تر کومه وخته وي باید اشرف غني زموږ غم وخوري او په هره برخه کې زموږ مرسته وکړي."
د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد وايي، هره ورځ دی پر راستنو شویو کورنیو، ښوونځيو او دکاندارانو ګرځي تر څو د دوی احوال واخلې.
نوموړي د اچين ولسوالۍ په بازار کې ازادي راډيو ته وویل د دې سیمې خلک جنګونو ځپلي او اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي.
د غالب په خبره که موسیسات دې ولسوالۍ ته خپل پام را واړوي او دلته ځوانانو ته د کار مصروفیت پيدا شي له دې ولسوالۍ څخه نورې کډه شوې کورنۍ به هم بېرته راستنې شي او خلکو ته د کار پيدا کېدو سره به امنيتي وضعیت نور هم راښه شي.
ښاغلي غالب زیاته کړه:
"دلته خو تاسې ګورئ په دې بازار کې څومره ګڼه ګوڼه ده خلک زیات دي دوی د مصروفیت غوښتنه کوي چې کار روزګار ورته پيدا شي له والي نه موږ هم غوښتنه ده ولسمشر نه مو هم غوښتنه ده چې دې سیمې ته پروژې راولېږي او موسیسات دي راشي خپل فعالیتونه دې پيل کړي."
که څه هم د اچین ولسوالۍ شاوخوا لېرې پرتې سیمې اوس هم له داعش سره دي خو په دې ولسوالۍ کې لا هم د ملي اردو ځواکونه پراته دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال محمد نسیم سنګین وايي، دوی پلان لري چې نورې سیمې هم له داعشیانو پاکې کړي او تصفیه شوې سیمې پاڅون کوونکو ته وسپاري.
ښاغلي سنګین زیاته کړه:
"اوس مهال شډل، پېښه او د مامند دره پاتې ده ددې سیمو خلک اماده دي چې هلته ځای پر ځای شي زموږ وظیفه روانه ده چې دا سیمې هم عامو خلکو ته وسپارو."
که څه هم د سیمې خلک د روانو عملياتو لاسته راوړنو ته خوښ دي خو اندېښنه لري که دولت د پاڅون کوونکو پوره حمايه ونه کړي او ددې عملياتو لاسته راوړنې ونه ساتي دا سیمه به بیا دداعش او د عام وژنې مرکز وګرځي.
راپور: شاه محمود شینواری