د افغانستان حکومت د هېواد د فقید ولسمشر سردار محمد داود خان د مقبرې د جوړولو پرېکړه کړې.
د شهید داود خان د مقبرې د جوړولو لپاره له دولتي بودجې د ۴ لکه ډالرو پر بېلولو سربېره ولسمشر اشرف غني له خپلې خوا هم شل زره ډالره لګښت په غاړه اخیستی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني ازادي راډیو ته وویل چې د مقبرې پر جوړولو سربېره د داود خان د کارنامو په اړه په راتلونکي کې د یوه څېړنیز سیمینار جوړول هم په پام کې دي.
احمد تکل له ښاغلي جهاني سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې یې د حکومت د دې پرېکړې جزییات ترې پوښتلي دي: