د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

چین له افغانستان سره په پوځي برخه کې مالي مرسته کوي


د چین لوی درستیز ژمنه کړې چې هېواد به یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري زیاته کړي.

جنرال فان فنګ هوی وايي، چین په پوځي برخه کې له افغانستان سره ۴۸۰ میلیونه ین مرسته کوي.

چین وايي، په پوځي، اقتصادي او پرمختیايي برخو کې به د افغانستان ملاتړ وکړي.

د چین لوی درستیز کابل ته د سفر په ترڅ کې، د دوشنبې د ورځې په ماښام له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې په دې اړه څرګندونې کړي.

فان فنګ هوی ویلي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د افغان حکومت اقدامات د ستایلو دي.

نوموړي ژمنه وکړه چې چین په انکشافي او اقتصادي برخو سربېره، په پوځي برخه کې ۴۸۰ میلیونه ینه مرسته کوي.

د چین لوی درستیز په کابل کې له افغان چارواکو سره په خبرو کې د هغې طرحې ملاتړ هم وکړ چې د شانګهای په غونډه کې دې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د سیمه ییزې همکارۍ د جلبولو مسئله یاده شي.

د فان فنګ هوی په وینا هېواد به یې په نږدې راتلونکي کې د دې طرحې د عملي کېدو لپاره د سیمې د هېوادونو د مشرانو په کچه د یوې غونډې کوربه توب وکړي.

له ولسمشر اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره په لیدنو کې د چین لوی درستیز وویل، له ترهګرۍ سره مبارزه باید د افغانستان، تاجکستان، پاکستان او چین تر منځ د یو شریک چوکاټ له مخې مخکې یوړل شي او څلور واړه هېوادونه باید خپلو کې د اطلاعاتو او معلوماتو په شریکولو کې همکاري وکړي.

چین له هغو څلورو هېوادونو څخه دي چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو لپاره د لارې د نقشې د جوړولو په څو څلور اړخیزو غونډو کې یې استازي برخه لرله.

په دې څلور اړخیزو خبرو کې پر چین او افغانستان سربېره پاکستان او امریکا هم ګډون درلود.

یو شمېر سیاسي څېړونکي په افغانستان کې د چین رول مهم بولي.

د امریکا په دفاعي پوهنتون کې استاد او د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي، د چین ملاتړ له دوو اړخونو د افغانستان لپاره مهم دی.

ښاغلي جلالي زیاته کړه:

"له یو اړخه چین کولای شي په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره ښه شرایط برابر کړي، یعنې د پاکستان په همکارۍ له وسله والو طالبانو سره روغې جوړې ته لاره هواره کړي، له بل اړخه چین کولای شي په عین وخت کې د افغان امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا کې پوځي مرسته وکړي څو هغوی وکولای شي په مخ کې پراته ګواښونه له منځه یوسي او د سولې لپاره زمینه برابره کړي."

سره له دې چې تمه وه د افغان ولسمشر او د چین د لوی درستیز تر منځ په هغې غونډه کې د چین د رول پر موضوع هم خبرې وشي چې په همدې اوونۍ کې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه جوړېږي، خو له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

افغان ولسمشر د دوشنبې په ماښام له چینايي پلاوي سره په کتنه کې ترورېزم نه یوازې د افغانستان بلکې د چین او ټولې سیمې لپاره جدي خطر وباله.

افغان ولسمشر همدارنګه د افغانستان، پاکستان، چین او تاجکستان تر منځ د ترورېزم پر ضد د ګډې مبارزې طرحه موثره وبلله او ټینګار یې وکړ دا مبارزه باید د یو روښانه مېکانیزم له مخې ترسره شي او له ټولو ترورېستي ډلو په وړاندې دې یو ډول چلند وشي.

تر دې مخکې د چین لوی درستیز د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره کتلي و.

ښاغلي اتمر په دې لیدنه کې له چین څخه د ترانسپورټي هلېکوپټرو او د رادار د سیسټم په برخه کې مرسته وغوښته او دا یې د افغانستان لپاره ډ‌ېر مهم وبلل.

XS
SM
MD
LG