د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې روانه اوونۍ به کابل له روسیې سره د د دریمې اقتصادي غونډې کوربه وي.
د دې وزارت چارواکي وايي چې د کابل او مسکو ترمنځ پیاوړي سوداګریزې اړیکې د افغانستان په ګټه دي او حکومت هڅه کوي چې په دې برخه کې ځيني اسانتیاوې رامنځته کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هیله مند دی چې د افغانستان او روسیې ترمنځ په دریمه اقتصادي غونډه کې به د سوداګرۍ په برخه کې ځینې اسانتیاوې رامنځته شي.
د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې وزارت یې له روسیې سره سوداګریزه راکړه ورکړه د هېواد په ګټه بولي نو ځکه د دې اړیکو د پیاوړي کیدو لپاره به کابل له روسي چارواکو سره د دریمې اقتصادي غونډې کوربه وي.
نوموړی وايي چې دا غونډه روانه اوونۍ په کابل کې جوړیږي:
"یوه برخه چې موږ غواړو پرې بحث وشي د ویزو په اړه ده ترڅو افغان سوداګرو او خلکو ته په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، د ټرانزیټ په برخه کې د روسیې سره د وصلیدو په بېلابېلو لارو به غور وشي، په همدې ډول انشاالله د دواړو هېوادونو ترمنځ به د پانګونې یو تفاهم لیک هم لاسلیک شي."
ښاغلی قوقندي وايي چې په دې غونډه کې د روسیې پنځوس کسیزپلاوی چې په کې حکومتي چارواکي او د خصوصي سکتور مسولین شامل دي برخه اخلي.
که څه هم د دغې غونډې دقیقه نېټه څرګنده نه ده، خو قوقندي وایي، ممکن د سې شنبې یا چهارشنبې په ورځ جوړه شي.
ویل کیږي چې کابل ته به د روسیې راغلی اقتصادي پلاوی پراقتصادي او سوداګریزو مسایلو د بحث ترڅنګ له هغو سیمو هم لیدنه وکړي چې هلته د پانګونې لیوالتیا لري.
د معلوماتوله مخې د افغانستان او روسیې ترمنځ په تېرکې هم د هوایي چلند، ساختماني موادو، انرژۍ، کرنې، کانونو او لوړو زده کړو په برخه کې ښه همکاري موجوده وه.
د افغانستان د سوداګرۍ د برخې چارواکي روسیه هم د افغان توکو او محصولاتو لپاره ښه بازار ګڼي وايي چې د افغانستان وچې او تازه میوې، غالۍ، څرمنې او قره قل هغه هېواد ته د صادراتو ښه برخه جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې په نظامي برخه کې هم له افغان حکومت سره تازه د ۱۰ زره میله کلاشنکوفونو مرسته وکړه او ژمنه یې کړي چې په خپلو پوهنتونونو کې به افغان محصلین جذب کړي.
بل خوا د اقتصادي چارو یو شمېرکارپوهان له روسیې سره د اړیکو د پراختیا لپاره په کابل کې جوړیدونکې غونډه مهمه ګڼي وايي چې روسیې په افغانستان کې ګټورې پرژې عملي کړي دي.
عبدالشکور هډه وال وايي، اړتیاوو ته په کتو د روسیې سره راکړه ورکړه او د هغه هېواد د پانګونې جذب ګټور تمامیدای شي.
ښاغلي هډه وال زیاته کړه:
"هرهغه شي ته باید اهمیت ورکړل شي چې زموږ اړتیاوې په اسانه او ارزانه پوره کولای شي په تیره هم بیا چې د کوم ګاونډي هېواده وي ځکه دا کار ارزانه او د اړیکو په جوړیدو تمامیږي، تېرپه هیر نور نو د جګړو او هغو ګیلو وخت نه دی اړیکې که هغه اقتصادي وي او که سیاسي باید ورغول شي ځکه دا کار د افغانستان په ګټه ده."
ښاغلی هډه وال وايي چې افغان حکومت باید د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅه وکړي چې په سیمه کې د هېوادونو ترمنځ انډول ته په کتو پیاوړې سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.
یوسف خان ځدراڼ