تازه خبر
سه شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۳

"ستاینغونډې په ځوانانو کې د خدمت هوس پیدا کوي"

د ټولنې د مخکښو او زیارکښو کسانو تقدیرول د دې لامل کیږي چې هغوی نور هم د ولس او ټولنې خدمت ته وهڅیږي او په نه ستړې کیدونکې توګه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

یادې څرګندونې تېره ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو د هغو کسانو د تقدیرولو او لمانځنو په دستوره کې وکړې چې د ژورنالیزم او مدني فعالیتونو له لارې يې خلکو او ټولنې ته ښه خدمتونه کړي دي.

مدني فعال طالب منګل ازادي راډیو ته وویل چې د سمون او بدلون د ځوانو فعالانو د شبکې له خوا د دا ډول برنامو جوړول د دې لامل کیږي چې د ټولنې نور خلک هم خدمت ته وهڅول شي، په دوی کې د لمانځنو هوس پیدا شي او بالاخره دا کار په ولس کې د مثبت عمل د فکر د خورولو لامل وګرځي.

طالب منګل زیاتوي:

"د دا ډول لمانځغونډو تاثیر به داوي چې نور ځوانان او مشران به کار ته وهڅوي، د خپلو کارونو او فعالیتونو بهیر به چټک کړي، تر څو ورته د نورې ټولنې پام شي او لکه څرنګه چې نور کسان ستایل کیږي، دوی سره به د لمانځنو هوس پیدا شي، ځکه دا فعالیت کولای شي چې په ټولنه کې مثبت فکر، مثبته هڅه او د مثبت عمل فکر خور کړي. "

یاده لمانځغونډه د غرغښت سیمه ییز تلویزیون مشر سخي سرور میاخېل او د یاد تلویزیون یو تن خبریال نسیم لیوال همدارنګه د ولایتي شورا ځوان استازی کفیل ریحان او د زرغون سیمه تلویزیون بنسټګر اسماعیل حقمل د غوره فرهنګي، ژورنالیستکو او مدني خدمتونو د ستاینې په موخه جوړه شوې وه.

الحاج سخي سرور میاخېل وايي چې اوس په پښتون ټبر کې دا روحیه را پیدا شوې که څوک ورته ډېر لږ شانتې خدمت هم وکړي، نو هغوی يې ډېر درنښت او عزت کوي.

د ښاغلي میاخېل په وینا دې کار ټولنې او ولس ته د دوی د خدمت کولو احساس او جذبې لا نورې پیاوړې کړې:

"ویل کېدل به چې پښتون قوم یو او بل نشي سره زغملای، دا پدیده اوس د پښتون قوم لپاره راژوندی شوې ده، کچیرته ډېر معمولي خدمت هم چا کړی وي، نو دوی دې په غېږ کې را اخلي، دوی دې سل چنده زیات تشویقوي، نو دا ډېر مثبت او لوی ګام دی، نو دا احساسات او جذبات لا نور موږ د ولس خدمت ته وهڅوي. "

د سینما او تیاتر وتلی لوبغاړی سلطان محمود خیرخوا وايي چې د مخکښو مدني فعالانو او ځوانانو لمانځغونډې د دوی د هڅونې تر څنګ زموږ د مشرانو لپاره د غوره خدمتونو د الهام اخیستو سبب هم جوړیږي:

"دا نور ځوانان هم دې هڅیږي چې ښه کارونه وکړي، سپین ږیري او مشران نه مو لدې نه الهام اخلي چې پلانی او پلانی تقدیر شول زه هم باید تقدیر شم او کله چې ځوانان دوی ویني نو د هغو په پل قدم ږدي. "

تقدیر شوی خبریال نسیم لیوال هم وايي چې د مدني فعالانو ستایلو خپل ولس خدمت ته لا وهڅاوه او دی يې تشویق کړ چې د ټولنې د واقعیتونو په انعکاس کې خپلې هڅې چټکې کړي.

ښاغلی لیوال وړاندې وايي:

"نو زه به په خپلو ژورنالیستکو فعالیتونو سره لا نوره هڅه وکړم چې د دې دردیدلي او ځوریدلي ولس هغه دردونه او غوښتنې انعکاس کړم، تقدیر مو ولس ته لا ډېر خدمت ته هڅوي."

د یادونې وړ ده پدې وروستیو کې په خوست کې د هېواد او ولایت په کچه یو شمېر مخکښ او خدمتګار قومي، فرهنګي او علمي شخصیتونه د روڼ اندو او مدني فعالانو لخوا ستایل شوي او لمانځل شوي دي.

نجیب الله الوخېل

​
XS
SM
MD
LG