د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۸ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۴

په سوريه کې اوربند تريوه حده ټينګ مراعت شوى


پرون په سوريه کې اوربند له ځينو وړو سرغړونو سره- سره ټينګ و او دغه وضعيت په دې هېواد کې د سولې د خبرو بيا پيل ته هيلې پيدا کړې دي.

د سوريې کورنۍ جګړه پنځو کلونو ته غزېدلې چې په نتيجه کې يې دوه نيم لکه کسان وژل شوي دي.

ملګروملتونو او د بشري حقونو د څار يوې ادارې د شنبې په نيمه شپه د اوربند له ټينګېدو وروسته د سوريې په لوېديځ کې د نښتو راپور ورکړى دى.

تردې يوه ورځ مخکې پلازمېنې دمشق ته نژدې او په شمالي ښار حلب کې د ياغيانو پرسنګرونو بمبارۍ شوې دي.

د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په لندن کې دى وايي، ترڅو کلونو وروسته د اول وار لپاره پرون دمشق او شاوخوا سيمې يې کرارې وې.

د دغه سازمان رئيس رامي عبدالرحمن وويل، په لاذقيه کې هم کراري وه او حميميم هوايي اډه کې هم د الوتکو فعاليت نه ليدل کېده.

روسۍ الوتکې چې د سوريې د رژيم د ملاتړلپاره په دغه هېواد کې عمليات کوي، په دې هوايي اډه کې دېره دي.

د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې وويل چې د اوربند تر ټينګېدو يوه ورځ مخکې په لاذقيه ښار کې د شديدې جګړې له کبله د سوريې د رژيم څلوېښت پوځيان، دغه راز اتلس ياغيان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د سوريې لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي سټيفن ډيميسټورا وويل، د اوربند له ټينګېدو څو دقيقې وروسته په دمشق او درعا کې د ځينو پېښو راپور ورکړل شو، خو دغه ښارونه وروسته بېرته ارام شول.

هغه په جنيوا کې خبريالانوته په دې اړه څرګندونې وکړې:

"له جنګه لاس اخيستل د سولې تړون يا هم اوږدو مذاکرو ته اړتيا نه لري، دغه ډول خبرې ګام په ګام په هغه صورت کې کېدلاى شي چې يو اوربند نافذ وي او ټول جګړه ودروي. ښکېل لوري د يو بل ساحې ته داخل نه شي، تر اوسه دواړه لوري د يو بل قلمرو ته نه دي داخل شوي."

د سوريې د اوبند موافقه د روسيې او د امريکا متحدو ايالتونو په منځګړيتوب ايجاد شوه، دواړه هېوادونه به په لاذقيه، واشنګټن، مسکو، عمان او جنيوا کې د خپلو مرکزونو په مرسته دغه اوربند څاري.

د ملګروملتونو امنيت شورا د سوريې د اوبند موافقه تر نافذېدو يو څو ساعته مخکې د رايو په اتفاق سره تصويب کړه.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټيفن ډيميستورا وويل، که په سوريه کې د جګړو د درولو موافقه بريالۍ شي، بله اوونۍ به د سوريې په جګړه کې د ښکېلو لورېو ترمنځ د سولې مذاکرې پيل شي.

د سوريې کورنۍ جګړه پنځو کلونو ته رسېږي چې په نتيجه کې يې څه باندې دوه نيم لکه کسان وژل شوي، يو میليون ټپيان شوي او شاوخوا ١١ میليونه نور بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG