د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۴۵

"د سرپل د وروستیو ناامنیو تر شا د سیمه ییزو پولیسو لاس دی"


د سرپل ولایتي شورا غړي او عام خلک وايي چې د دې ولایت د وروستیو ناامنیو تر شا د سیمه ییزو پولیسو لاس دی.

د سرپل ولایتي شورا ګڼ شمېر غړي او عام خلک شکایت لري چې سیمه ییز پولیس په ناامنیو کې لاس لري او ورسره د شته وسلو څخه له دې چې خلک ځوروي او له دوی څخه باج اخلي، د نا امنۍ په زیاتوالي کې هم ترې کار اخلي.

د سرپل ولایتي شورا غړي وايي چې د کوهستانو ولسوالۍ د سقوط په برخه کې له طالب وسله والو سره سیمه ییزو پولیسو مرسته کړې وه، خو لا هم دولت نه دی توانېدلی د یوه کال راپدې خوا دا ولسوالۍ د وسله والو څخه پاکه کړي.

د سرپل ولایتي شورا غړی اسد الله خرم یې په اړه وايي:

"د کوهستاناتو ولسوالۍ د سقوط په برخه کې سیمه ییزو پولیسو وسله والو سره مرسته کړې ده چې لاهم دولت نه دی توانېدلی دا ولسوالۍ تصفیه کړي."

په عین وخت کې بیا د سرپل ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې د دولت مخالفو وسله والو ترڅنګ سیمه ییز پولیس هم له خپل قدرته ناوړه ګټه پورته کوي او په زور سره له خلکو عشر او زکات ټولوي.

دوی وايي چې سیمه ییز پولیس کله د دولت په جامه کې او کله هم د طالب وسله والو په جامه کې خلک ځوروي او د اوږدو لارو په سر موټر دروی او په غلا لاس پورې کوي.

حشمت الله د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي:

"دولت دا وړتیا او اراده نه لري ترڅو وکولای شي چې د طالب په نامه او یا هم د محلي پولیس په نام له چا سره چې وسله ده او خلک ځوروي د هغه مخه ونیسي."

په عین وخت بیا د سرپل والي ظاهر وحدت په دې برخه کې موجوده ستونزې مني خو وايي چې دوی په هڅه کې دي ترڅو یې ډېر ژر یې مخه ونیسي او د سیمه ییزو پولیسو په وړاندې اصلاحي پروګرام تطبیق کړي.

هغه وویل، که داسې شواهد او مدارک لاس ته راوړي چې دا ځواکونه له مخالفو وسله والو سره مرسته کوي په وړاندې به یې قانوني اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي وحدت یې په اړه وویل:

"دقیقآ که ثابته شي چې سیمه ییز ځواکونه په ځینو مواردو له مخالفینو سره مرسته کوي، موږبه یې په وړاندې قانوني اقدامات ترسره کړو."

دا په داسې حال کې ده چې هم مهاله د بلخ، سمنګان او جوزجان ولایت اوسېدونکی هم په خپلو سیمو کې د سیمه یزو پولیسو له نا سم چلند څخه سر ټکوي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG