د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۲

"د سولې په اړه د ۴اړخېزې غونډې رهبري د افغانانو په لاس کې ده"


د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني
د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سولې په تړاو د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې له هڅو سره-سره د دې بهیر رهبري د افغانانو په لاس کې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني دا خبره ازادي راډيو ته وروسته له هغې وکړه چې پاکستان د افغان حکومت له ټولو وسله والو مخالفو ډلو سره د تماس نیولو خبر ورکړ.

د افغانستان حکومت په وروستیو کې له پاکستانه غوښتي و چې د سولې په مخامخ خبرو کې د طالبانو لس استازي حاضر کړي.

سره له دې چې افغان حکومت د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې د سولې هڅې جاري ساتلي دي، خو ټینګار یې دا دی چې یوازې افغانان د دغه بهیر رهبري کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا تیره اوونۍ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د افغان حکومت د ټولو وسله والو مخالفینو با صلاحیته استازو ته یې د سولې په خبرو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې غړېو دا منلې چې په ټوله کې د سولې د خبرو مشري د افغانانو له خوا کیږي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"کومې هڅې چې د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې شوي، دا هڅې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت وې. تاسو پوهیږئ چې د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې ټولو نورو غړېو د کار له پیله د افغانستان د مالکیت اصل ته خپل احترام په روښانه توګه اعلان کړی دی."

د سولې د مخامخ خبرو لپاره د مارچ میاشتې لومړۍ اوونۍ ټاکل شوې ده.

له دې وړاندې د افغانستان د حکومت یوې سرچیني خبریالانو ته د خپل نوم د پټ پاته کیدو په شرط ویلي وه چې د حقاني شبکې په ګډون د بېلابېلو ډلو د لسو استازو لست یې پاکستان ته سپارلی څو د سولې په مخامخ خبرو کې یې حاضر کړي.

خو طالبانو تراوسه په دغو خبرو کې د ګډون په اړه رسماً خپل دريځ نه دی روښانه کړی.

اخوا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند هم د بین الافغاني مذاکراتو او د نا تایید شوېو راپورونو له مخې د حقاني شبکې هم په مخامخ خبرو کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا بیا وایي چې تېرکال د پاکستان د مري په مذاکراتو کې د طالب او حقاني شبکې د استازو ګډون ته په کتو دا ځلي هم هیله شته چې دوی په مخامخ خبرو کې برخه واخلي.

د دغې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار له ازادي راډیو سره خبرو کې دا ومنله چې د طالبانو له لوري هم تیارۍ ښودل شوی دی خو زیاته یې کړه چې له نورو ډلو سره هم حکومت د هغوی د غوښتنو له مخې خبرو ته حاضر دی.

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:

"د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ویلي چې دوی په مستقیمه توګه بین الافغاني خبرو ته اماده دي چې موږ د هغې څخه هم ملاتړ کوو. په هر نوم او ادرس او هر ډول چې د سولې مذاکرات پیل شي، موږ یې ملاتړ کوو."

دا چې د حکومت وسله وال مخالفین به د څلور اړخیزې ډلې له پریکړې سره سم د سولې خبرو ته حاضر شي او که نه دا به وروسته معلومه شي.

خو افغان حکومت وایي، که کومه ډله سوله نه کوي نو د همدې ډلې غړيو یې پر وړاندې د پوځي اقدام پریکړه کړې ده.

د سیاسي چارو څيړونکی نثاراحمد صالح بیا له ازادي راډيو سره خبرو کې د سولې په مذاکراتو کې د زغم سپارښتنه کوي او وایي چې باید په خبرو کې نرمه ژبه و کارول شي.

محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG