د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

یونان ته د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره یو پلاوی استول شوی


د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي چې افغان حکومت د کډوالو د ستونزو د حل لپاره یونان ته یو پلاوی لیږلی دی.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت په دې هڅه کې دی ترڅو په اروپا کې د افغان کډوالو ستونزو ته د حل اساسي لارې چارې پیدا کړي.

له بلې خوا د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمیشنرۍ یا "یو. ان. اېچ. سي. ار" وایي چې د کډوالو د روان بحران د مدیریت لپاره باید یوه جامع ستراتیژي جوړه شي.

افغان حکومت په داسې حال کې یونان ته یو پلاوی استولی چې دا مهال په هغه هېواد کې زرګونه افغان کډوال بند پاتې دي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا پلاوی به په یونان کې د افغان کډوالو ستونزې وڅيړي او ورته به د حل لارې چارې پیدا کړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې په یونان کې د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره به افغان حکومت خپل سفارت هم پرانیزي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"وروسته ل هغه چې موږ ته غیرمستقیم راپورونه را ورسیدل چې مقدونیې د افغان پناه غوښتونکو په وړاندې خپله پوله تړلې، افغان حکومت په بلغاریا کې د افغانستان سفارت ته سپارښتنه وکړه چې هغه یو پلاوی لاړ شي دوې هلته تللي څيړنه کوي، ترڅو دې ستونزې دې ستونزې ته د حل یوه لاره پیدا کړي، د دې ترڅنګ افغان حکومت غواړي چې په یونان کې د افغانستان سفارت هم پرانیزي، ترڅو د افغان کډوالو ستونزو ته رسیده ګي وشي."

دا مهال په زرګونو هغه کډوال چې غواړي د مقدونیې له لارې مخته ولاړ شي په یونان کې بند پاته دي او مقدونیې خپلې پولي ورته تړلي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاندې میلیسا فلیمینګ بیا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغان کډوالو پر مخ د دروازو د تړلو په برخه کې د بالکان هېوادونه پر یو بل ملامتي اچوي.

افغان کډوال په غیرې قانونې لارو له ترکیې څخه په سمندر کې یونان ته اوړي او له یونانه د وتلو په لومړي پړاو کې باید له مقدونیا تېر شي.

له بلې خوا د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنري یا "یو. ان. اېچ. سي. ار" هم په یونان کې د افغان کډوالو وضیعت د اندېښنې وړ بولي.

په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنری ویاند نادر فرهاد ازادي راډیو ته افغان حکومت باید د کډوالو د روان بحران د مخنیوي لپاره یوه جامع ستراتیژي جوړه کړي.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه:

"لومړی باید یوه جامع ستراتیژې جوړه شي او یوه احتمالي امادګي د دې بحران د مدیریت لپاره د اروپایې هېوادونو ترمشري لاندې باید ونیول شي ځکه چې همدا اوس ډيری افغانان کډوال شوي دي او حکومت باید دې خلکو ته رسیده ګي وکړي."

په داسې حال کې چې اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو پرمخ د پولو د تړلو پړه یو پر بل اچوي د ملګروملتونو د بشري حقونو چارواکي ویلي چې دا مهال هغه افغانان چې د یونان او مقدونیا ترمنځ ایسار دي په ډېر ناوړه شرایطو کې دي.

ویل کیږي چې لږترلږه دوه زره افغان کډوال چې ماشومان هم په کې دي، د یونان د مرکز په دوو سترو میدانونو او شاوخوا سمیو کې پراته دي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG