تازه خبر
دوشنبه ۲ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۳

د اروپا پولې ولې د افغان کډوالو پر مخ تړلې دي؟

ملګري ملتونه وايي، په یونان کې د ایسارو افغان کډوالو پر مخ د دروازو د تړلو پړه د سیمې اروپايي هېوادونه پر یو بل اچوي.

بل خوا اوس هم په زرګونو افغان کډوال په یونان کې ایسار دي او نه شي کولی چې د مقدونیا او سربیا له لارې نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویانده میلیسا فلیمینګ وايي، د افغان کډوالو پر مخ د دروازو د تړلو په برخه کې د بالکان هېوادونه پر یو بل ملامتي اچوي.

نوموړې وايي، اداره یې تر اوسه په دې نه ده خبره چې ولې یونان ته د رسېدلو افغانانو په مخ لارې تړلې او څوک ددې پرېکړې تر شا دی.

دا مهال په زرګونو غیر قانوني افغان کډوال چې تر یونان پورې رسېدلي او غواړي د مقدونیا له لارې لوېدیځې اروپا ته ځانونه ورسوي په یونان کې ایسار دي.

افغان کډوال په غیرې قانونې لارو له ترکیې څخه په سمندر کې یونان ته اوړي او له یونان څخه د وتلو په لومړي پړاو کې باید له مقدونیا تېر شي.

مقدونیايي چارواکي وايي، د افغانانو په وړاندې یې خپلې پولې ځکه تړلې چې سربیا اجازه نه ورکوي چې د مقدونیا څخه افغانان ور واوړي.

سربیا وايي، دوی د افغان کډوالو د مخې د ډب کولو پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې له خپلو دوو ګاونډیو سلووینیا او اتریش سره یې خبرې وکړې.

دا دواړه هېوادونه له سربیا سره پولې لري او له سربیا څخه کډوال دې هېوادونو ته اوړي.

خو د اسو شیېټید پریس خبري اژانس د سلووینیا او اتریش د چارواکو له خولې وايي، د دوی پولې د ټولو هېوادنو د هغو اتباعو لپاره چې د پناه غوښتنې په لټه دي پرانیستي دي.

دوی وايي، له هېڅ هېواد څخه یې غوښتنه نه ده کړي چې د افغانانو د ورتګ مخه دې ونیسي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړ پوړی چارواکی زید راد الحسین وايي، د بالکان د هېوادونو له منځه په تېره شوې مځکنۍ لاره کې د افغان کډوالو د په شاتنبولو او شړلو یو ځنځیر جوړ دی.

د نوموړي په وینا دا مهال هغه افغانان چې د یونان او مقدونیا ترمنځ ایسار دي په ډېرناوړه شرایطو کې دي.

په یونان کې چې لا دمخه په کې کډوال په ناوړه شرایطو کې وو د ګاونډیو هېوادونو نوې اقداماتو په کې د افغان کډوالو وضعیت له بده بدتر کړی دی.

د اسوشیېټید پریس خبري اژانس په خپل راپور کې په یونان کې د ایسارو افغان کډوالو شکایتونه راخیستي او وايي، په داسې حال کې چې اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو پر مخ د پولو د تړلو پړه یو پر بل اچوي، په یونان کې د افغان کډوالو شمېر په زیاتېدو او دغلته بشري وضعیت په خرابېدو دی.

د سربیا د کار وزیر الکساندر ولین وايي، د هغو اصولو پر بنسټ چې اتریش او سلووینیا ټاکلی هر څوک د دوی له پولو اوښتلی شي.

نوموړي ویلي سربیا پرته له دې چې د کډوالو په لاره کې د پرتو هېوادونو سره مشوره وکړي خپله دا پرېکړه نه ده کړې.

خو د سلووینیا د کورنیو چارو وزارت ویاندې ویسنا ډرول بیا د اسوشیېټید پریس خبري اژانس ته ویليد حکومت د پالیسۍ له مخې یې د هر هېواد تبعه ته اجازه ورکول کېږي چې د دوی له پولو واوړي او په جرمني او اتریش کې د پنا غوښتنه وکړي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویاند همویلي چې هېواد یې د ټولو پناه غوښتونکو لپاره پولې پرانیسي خو زیاته کړې یې په خپله جنوبي پوله د ورځې له اتیا کډوالو زیات نه شي منلی.

​
XS
SM
MD
LG