د کونړ د نن سهار په انتحاري حمله کې۱۱ ملکي کسان وژل شوي او د۴۰ په شاوخوا کې نور ټپيان دي.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ازادي راډیو ته وویل چې د دغې انتحاري حملې هدف چې د ولایت مقام ته نېږدې وشوه د دانګام ولسوالۍ قومي مشر حاجي خان جان و.
کلیمزي یاته کړه چې خپله حاجي خانجان هم په دې حمله کې وژل شوی او دا هغه کس و چې د حکومت په ملاتړ یې فعالیتونه کول.
په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال د عیني شاهدانو په حواله وایي چې حمله د یوه موټر سایکل په وسیله شوې او مرګ ژوبله یې ځکه زیاته وه چې د ګڼې ګوڼې په سیمه او پارک ته نېږدې شوې.
زموږ خبریال د کونړ د عامي روغتیا د رییس په حواله وایي چې ټپیان د کونړ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
تراوسه چا د دغې حملې مسئولیت نه دی اخیستی.