افغان چارواکي وایي، له پاکستانه یې غوښتي چې د سولې په راتلونکو مخامخ خبرو کې د طالبانو لس استازي د خبرو میز ته حاضر کړي.
د سولې په اړه د څلورمې څلور اړخیزې غونډې له پریکړې سره سم، ټاکل شوې د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل شي.
د چارو څيړونکي وایي، افغان حکومت د دې لپاره د سولې خبرو ته طالبان په نښه کړي چې پاکستان په تیر وخت کې مجهولې څيرې د خبرو میز ته کینولي.
د طالبانو له څو ډلې کیدو وروسته داسې پوښتنې راولاړې شوې چې افغان حکومت د کومې ډلې له استازو سره د سولې خبرې کوي؟ خو اوس افغان چارواکي وایي، د طالبانو دغه ډله استازي یې په نښه کړي دي.
د حکومت یوې موئثقې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت د طالبانو د ټولو ډلو ترمنځ لس با نفوذه استازي پیژندلي چې د سولې په بهیر کې ګټور تمامیدای شي.
دې سرچینې زیاته کړه چې دا۱۰کسان د حقاني شبکې په ګډون د طالبانو د بېلابېلو ډلو استازیتوب کوي او د څلور اړخیزو غونډو د پریکړو په اساس پاکستان موئظف شوی چې دا شمېرطالبان د سولې راتلونکو مخامخ خبرو ته حاضر کړي.
د حکومت دې سرچینې که څه هم د طالبانو د دغو په نښه شوو استازو نومونه وانخیستل، خو زیاته یې کړه چې د دوی د نفوذ پر معلومولو افغان حکومت ډیر او کره کار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په پاکستان کې له طالبانو سره افغان حکومت مخامخ خبرو ته کیني.
له دې وړاندې ولسمشراشرف غني او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ویلي، که کومه ډله طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، د څلور اړخیزې کمېټې ښکیل هېوادونه به یې په وړاندې پوځي اقدام وکړي.
د سیاسي چارو یو شمېرکتوونکي وایي، افغان حکومت د دې لپاره د سولې خبرو ته د طالبانو استازي مشخص کړي چې پاکستان په تېر وخت کې د طالبانو مجهولې څیرې د خبرو میز ته کینولي.
د سیاسي چارو کتونکي او د کابل پوهنتونو د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، د افغان حکومت دا اقدام هغه وخت نتیجه ورکوي چې پاکستان له صداقته کار واخلي.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:
"دلته دوه مسئلې دي، اول دا چې پاکستان په مخکینیو خبرو کې مجهوله کسان د سولې خبرو ته رابلل، دا ځل افغان حکومت دا کار کړی، بل دا چې طالبان اوس په څو ډلو ویشل شوي دي، زه فکر کوم دا عملي کیدای شي، په دې شرط چې پاکستان صادق وي او له بله پلوه چین او امریکا د خبرو د یوې برخې په توګه پر پاکستان فشار راوړي."
افغان حکومت د تېرمیلادي کال په ترڅ کې یو ځل د پاکستان په مري کې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې وکړې، خو د ملاعمر د مړینې د خبر له افشا کیدو سره سم، د سولې خبرې په ټپه ودریدې.
معلومه نه ده چې دا ځل به له طالبانو سره د سولې خبرې نتیجه ورکړي او که نه؟ خو افغان چارواکو له دې وړاندې ویلي، که د سولې هڅې کومه نتیجه ورنه کړي، له پوځي انتخابه به کار واخلي او دې کار ته یې بشپړ چمتوالی هم نیولی.
خو له دې وړاندې د سیاسي چارو څيړونکي نثار احمد صالح ازادي راډيو ته ویلي چې د سولې په خبرو کې باید د ترخو خبرو پر ځای نرمه ژبه وکارول شي او له پوره زغمه په کې کار واخیستل شي.
اسدالله لودین