د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

نورالحق علومي د ځینو سیاسیونو له خوا تر فشار لاندې و


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني وزیر نور الحق علومي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني وزیر نور الحق علومي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني وزیر په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکي چې د دندې په جریان کې د ځینو سیاسیونو له خوا د غیرقانوني غوښتنو تر فشار لاندې و.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرغني تېره ورځ حنرال تاج محمد جاهد د مورنیو چارو وزارت د نوي وزیرپه توګه ونومولو او ښاغلی علومي یې په هالنډ کې د افغانستان د سفیر په توګه تعین کړ.

یو ورځ وروسته تر هغې چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر نورالحق علومي په هالنډ کې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي شو، په خپله فیسبوک پاڼه کې یې په یوې لیکنه کې له ځینو حقایقو پرده پورته کړې ده.

ښاغلي علومي په خپله فیسبوک پاڼه کې چې د دفترله خوا یې دا تایید شوې چې د ښاغلي علومي فیسبوک پاڼه ده لیکي چې د دندې په جریان کې د ځینو سیاسیونو له خوا د غیرقانوني غوښتنو تر فشار لاندې و.

په دغه لیکنه کې ویل شوي چې په تېر یوه کال کې چې نوموړي د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې هغه ملاتړ چې باید درلود یې د دولت د مشرتابه له خوا یې نه دی تر لاسه کړی.

په دغه لیکنه دا هم راغلي چې نوموړی په یاده موده کې د شخصي سلیقو له مخې ۵۸ ځله ملي شورا ته غوښتل شوی دی.

نورالحق علومي په خپله دغه لیکنه کې د خپلو صلاحیتونو د محدودیت په اړه ولسمشرته په خطاب کې لیکلي چې هغه کدرونه کوم چې دده په خوښه وو اکثراً نه دي منل شوي او د اصلاح او سمون په هدف د مرستې عوښتنې یې هم ډېرځله په پام کې نه دي نیول شوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تایید کړې چې نورالحق علومي د حکومت د مشرانو له خوا تر فشار لاندې و.

ښاغلي علومي زیاته کړه:

"په دې کې شک نشته چې وزیران په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزیر ترفشار لاندې و او ان په ځینو مواردو کې کم صلاحیتونه ورکړل شوي دي او د دې توان یې هم نه درلود چې د حوزو امرین په خپله خوښه لري او یا مقرر کړي، یعنې ټول صلاحیتونه په ارګ کې ویشل شوي نو ځکه د نوموړي خبرې سمې دي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر تېره ورځ جنرال تاج محمد جاهد کورنیو چارو وزارت ته د نوي وزیر په توګه ونوماو.

تردې دمخه څو ځله د نورالحق علومي د استعفا په اړه نا تایید شوي راپورونه خپاره شوي وو.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو پخواني وزیر نورالحق علومي ته نېږدې سرچیني وايي، وروسته ترهغې چې اجراییه ریس عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزارت لپاره د ښاغلي علومي د انتصاب شوي مرستیال په اړه مخالفت وښود هغه استعفا وکړه. خو دغه خبرهغه مهال د حکومت له خوا رد شو.

نورالحق علومي هغه مهال د کورنیو چارو وزیر شو چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښتې تربل هر وخت زیاتې شوې.

په ورته وخت کې د افغان چارو سیاسي کارپوه حی ګل سلیمان خېل د کورنیو چارو د پخواني وزیر یو کلنې کړنې د ستاینې وړ ګڼي وايي چې نورالحق علومي په خپله دنده کې د ګڼو محدودیتونو سره مخ و.

نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې ښاغلی علومي یو صادقه او با تجربې شخص یاد کړ.

ښاغلي سلیمان خېل زیاته کړه:

"خنډونه یې دلودل، د ولسي جرګې له خوا هم خنډونه موجود وو، نوموړی یې کارته نه پرېښود، هغه کارچې قانون ورته اجازه ورکړې وه له هغې یې استفاده نه شوه کولای، ترکومه چې په وړاندې یې خنډونه نه وو بریالی و، خپله پاکي یې د پخوا په شان وساتله."

په هېواد کې د ناامنیو تر پراخېدلو وروسته د کورنیو چارو پخوانی وزیر نورالحق علومي د تېرکال په عقرب میاشت کې د ولسي جرګې له خوا استیضاح شو خو خبرو یې د ولسي جرګې د غړو قناعت خپل کړ.

په ورته وخت کې افغان حکومت په کورنیو چارو وزارت کې بدلونونه د ملت غوښتنه او د سمون لپاره د حکومت ژمنه ګڼي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په حکومتي اداراتو کې د اصلاحاتو راوستل د افغان حکومت غوښتنه او له خلکو سره د حکومت د رهبرانو ژمنه وه، بناً دغه اصلاحات د همغو غوښتنو او ژمنو په اساس منځته راځي."

په هغه بدلونونو کې چې تردې دمه په کورنیو چارو وزارت کې راغلي دي، تاج محمد جاهد چې تر دې دمخه په لویدیځ کې د ۲۰۷ظفر قول اردو قومندان و؛ د کورنیو چارو د نوماند وزیرپه توګه او جنراال عبدالرحمان رحمان د دغه وزارت د امنیتي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

په ورته وخت یو شمېرافغان کارپوهان په دې نظر دي چې د امنیتي چارواکو په لېرې کولو سره د هېواد امنیتي ستونزې نه هوارېږي، دوی ټینګار کوي چې د دې پرځای باید د امنیتي ځواکوانو تجیز او بیاوړي کولو ته بام واړول شي.

اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG