د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

قاسمي:د امنیتي ځواکونو په شاتګ په ځینو سیمو کې د اندیښنې وړ کار دی


د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون په ځينو سیمو کې د امنیتي ځواکونو په شا تګ او د پوستو خالي کول د اندیښنې وړ کار ګڼي وايي چې دا کار مخالفینو ته د فعالیت ساحې پراخوي.

د چارو یو شمېرڅارونکي هم په دې باور دي چې دا کار وسله والو مخالفین خوندي کوي او ورته زمینې برابریږي چې په هغو سیمو کې خلک جذب کړي.

له دې ټولو اندېښنو او انتقادونه سره د افغانستان دفاع وزارت وايي چې دوی دا کار د یوه منظم پلان له مخې ترسره کوي.

د ناامنه ولایتونو د ځینو سیمو څخه د امنیتي ځواکونو په شاه تګ موضوع د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړي اندیښمن کړي دي وايي چې له دې کار سره به دوښمن په سیمو کې ډير نفوذ پیدا کړي.

دوی وايي چې دا کار وسله والو مخالفین پیاوړي کوي او د نوېو پلانونو زمینې برابروالی شي.

د دې کمېسیون یوه غړي علي اکبر قاسمي د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې پریښودونکي سیمې د افغان ځواکونو په قربانی لاس ته راغلي چې نه باید د مخالفینو لاسته په اسانه وغورځي.

ښاغلي قاسمي زیاته کړه:

"دا شاته تګ دې هغه وخت کړی وای چې لږ تر لږه د چا اولاد خو نه وی په کې وژل شوی، زه له دې اندیښنه لرم چې له دې کار سره به ورو- ورو ځيني سیمې په یوه شکل دوښمن ته پریږدي."

د هلمند ولایت چارواکو د اوونۍ په پیل کې وویل چې امنیتي ځواکونه د نوزاد او موسی کلا ولسوالیو څخه د مصونیت، اکمالاتو او نوېو عملیاتو ته د تیاری په خاطر په تکتیکي ډول شاته شوي دي.

افغان نظامي کارپوهان هم د سیمو په بشپړ پریښودو او د پوستو له ټولیدو سره موافق نه دي وايي چې لازمه نه ده په ناامنه سیمو کې داسې پریکړې وشي.

نظامي کارپوه عتیق الله امرخېل وايي، د دې پرځای چې په ناامنو سیمو کېشاه ته تګ وشي باید پرځای یې ځواکونه پیاوړي شي.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"دا جنګ جبهه یي نه دی چیرکي جنګ دی او په دغه جنګ کې دښمن متحرکه دی ثابت نه دی په هرځای کې چې دښمن لازمه وګڼي او له هرې لارې چې ضرورت وي دښمن نفوذ کوي."

ښاغلی امرخېل په دې باوردی چې مخالف وسله وال له فرصته په استفادې خلک جذبوي او خپل جګړه ییز فعالیتونه تنظیموي.

له دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم د ځواکونو له شاتګ سره مخالفت ښودلی او هغه یې د حکومت لپاره عیب ګڼلی دی.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت وايي، په ځینو سیمو کې د پوستو تخلیه د دې لپاره شوې چې په راتلونکي پسرلي موسم کې تهاجمي جګړو ته د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف چمتوالی ونیول شي.

د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، هغه سیمې چې تخلیه کیږي پر ځای یې په نورو برخو کې چمتوالی په پام کې نیول شوی دی.

ښاغلي مراد زیاته کړه:

"هغه ځایونه چې مو تخلیه کړي برعکس مو شپني او خاص عملیات ډېر کړي دي، د د ښمن هغو کلیدي کسانو او سرچینو چې خلکو ته یې جدي ګواښ پېښ کړی وو او د پوستو د جوړېدو په برخه کې یې لازمه نتیجه نه وه ورکړې موږ چمتو شوي یو چې په هغو مهمو سیمو کې مخالفین وځپو."

ښاغلی مراد وايي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د پوستو ټولولو او بیا عملیتاتو ښه نتیجه ورکړې او داعش ډلې ته یې پراخ زیانونه رسولي دي.

د امنیتي ځواکونو د شاته تګ په اړه اندېښنې داسې وخت غبرګونونه راپارولي چې په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ جګړې روانې چې د راپورونو له مخې مخالفین د ځينو سیمو په نیولو هم بریالي شوي دي.

XS
SM
MD
LG