د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

حسین: د ملي یووالي حکومت له اداري فساد سره مبارزې کې ناتوانه دی


له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې د ملي وحدت حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ناتوانه وباله.

د دې کمېټې چارواکو خبرداری ورکړ که دولت له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره جدي اقدام ونه کړي ناوړه پایلې به ولري.

اخوا د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې حکومت د فساد د له منځه وړلو لپاره قوي اراده لري.

اداري فساد هغه پدیده چې له کلونو راهیسې افغانان ترې ځوریږي او د افغان حکومت له ۱۴کلنو هڅو سره سره بیا هم له منځه نه ده تللې.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې چارواکي د ملي وحدت حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ناتوانه بولي او وايي چې په دې برخه کې هیڅ قوي سیاسي اراده نه ده موجوده.

د دې کمېټې رییس شوکت حسین د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې حکومت خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او د خلکو باور هم پرې کم شوی دی.

ښاغلي حسین زیاته کړه:

"موږ د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملي وحدت د حکومت کړنو اندېښمن کړي یو. په دې برخه کې دولت خپلې ژمنې نه دي عملي کړي. زموږ ټینګار دا دی چې له دې پدیدې سره دې افغان چارواکي کلکه مبارزه وکړي که نه نو ناوړه پایلې به ولري."

ضعیفه سیاسي اراده، د معافیت فرهنګ، په فساد کې د ځینو چارواکو ښکېلتیا او د فساد په اړه د دولت د سپیناوي نه غوښتل هغه څه دي چې له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې پرې رپوټ لیکلی دی.

دې کمېټې د ۲۰۱۵ کال د دویمو شپږو میاشتو رپوټ خپور کړی دی او ویلي یې دي چې د حکومت مشران ترډېره په سیاسي اجنډا تمرکز لري اداري فساد سره مبارزه یې له یاده وتلې.

په دې رپوټ کې راغلي چې له اداري فساد سره نه یواځې چې مبارزه نه ده شوې بلکې د لا زیاتیدو په برخه کې یې زمینې برابرې شوي.

دوی د ځیرک ښارګوټي قرارداد د خپلو دغو ادعاوو یوه بېلګه بللې ده.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې د کډوالو چارو وزارت له خوا د ځمکو ویشل، لوړې زده کړې، د متقاعدینو د معاشونو ورکړه او ځيني نور بیا د ښو پرمختګونو په توګه هم یاد کړي دي.

په همدې حال کې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وایي چې حکومت له ادارې فساد سره پر جدي او عملي مبارزې ټینګار کوي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"موږ د اداري فساد له منځه وړلو په هدف له دوو لارو کار اخلو لومړی په حکومتولۍ کې د شفافیت د زیاتوالې په هدف د دولتي بنسټونو تقویت کول او دوهم دا چې زموږ هڅه دا وه چې له قانونه د معافیت فرهنګ او له پوښتنې څخه تیښته له منځه یوسو."

حکومتي چارواکو تل د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د جدي اقداماتو خبرې کړې خو څیړنیزي ادارې په دې باور دي چې یوازې په خبرو کولو مبارزه نه کېږي باید په دې برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

د چارو کارپوهان هم بیا وايي چې په دولت کې د مفسدو کسانو موجودیت د دې لامل شوی چې حکومت ونه توانیږي چې له دغې پدیدې سره په مبارزه کې بریالی شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG