د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۵:۳۳

په لوګر کې ۶۰۰ کیلو ګرامه تاریاک نیول شوي


د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د خوښۍ ولسوالۍ د سرې غونډۍ په سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو شپږ سوه کیلو ګرامه تاریاک چې په یو ډاټسن موټر کې لېږدول کېدل نیولي دي.

د چهارشنبې پر ورځ د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي تاریاک چې په یو ډاټسن موټر کې ځای پر ځای شوي وو تېره شپه د لوګر ولایت دخوښۍ ولسوالۍ د سرې غونډۍ په سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو دیو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

نوموړی زیاتوي چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکو دغه تاریاک د ننګرهار له حصارک ولسوالۍ نه راوړي وو او غوښتل یې د لوګر خروار ولسوالۍ ته او له هغې لارې یې د هېواد نورو سیمو ته ولېږدوي، چې ونیول شول.

ښاغلی صالح وايي:

"د امنیت ملي په ځانګړو عملیاتو کې د خوښۍ د ولسوالۍ د سرې غونډۍ په سیمه کې شپږ سوه کیلو ګرامه تاریاک په یو ډاټسن موټر کې ونیول، چې دا يې د ننګرهار له حصارک څخه د خروار پر لوري روان کړي وو ونیول شول."

د صالح پهخبره چې د موټر چلوونکی په تېښته بریالی شوی او د نیولو هڅې یې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه اوونۍ وړاندې د دې ولایت په ازره ولسوالۍ کې هم خواوشا۷۰۰ کیلو ګرامه ډول ډول مخدره توکي امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي وو.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG