د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۱

په یونان کې پناه غوښتونکي د مسدونیا پر لور د تګ اجازه غواړي


په يونان کې بند پاتې ګڼ شمېر پناه غوښتونکو غوښتنه کړې چې د مسدونيا پر لور د تګ اجازه ورکړل شي.

يونان پر هغو هېوادونو انتقاد کړی چې اروپا ته پر مرکزي لارو پراته دي او د پناه غوښتونکو پرمخ يې خپل سرحدونه تړلي دي.

هغه افغان پناه غوښتونکي چې د چارواکو له خوا په ګاونډي مسدونیا کې بند شوي، اوس د يونان مرکز اتن ته انتقال شوي دي.

په لکونو افغان پناه غوښتونکي چې په يونان کې بند پاته دي، د اتن د سړکونو غاړې ته ځای پر ځای کړل شوي دي.

۲۲ کلن امان ګلستاني پنځه اوونۍ مخکې له غزني څخه يونان ته تللی دی، اسوشېټېډ پريس خبري اژانس ته ويلي چې دغه ځای ته پرون راغلی او تر سرحده لا نه دی تللی.

دی وايي چې افغانستان ته له بيرته تګه بيريږي. دی وايي چې طالبان د ده په شان،هغه ځوانان چې غواړي زده کړې وکړي، وژني.

ګلستاني زياته کړه، نه پوهيږي چې اوس به څه کوي خو د پولي د پرانيستل کېدو هيله لري.

شاوخوا ناستو کورنیو ساندويچونه خوړل او يوه سړي قران کريم لوست.

يوناني او هالنډي فعالان د نظافت ساتلو بکسونه او د بيړنيو مرستو بکسونه ويشي او د تیليفوني شرکتونو کسان د تیلیفونو سيم کارتونه پلوري.

يونان پرهغو هېوادونو انتقاد کړی چې اروپا ته پر مرکزي لارو پراته دي او د پناه غوښتونکو پر مخ يې خپل سرحدونه تړلي دي.

د هنګري صدراعظم د اروپايي اتحاديې د هغه پلان په اړه د ټولپوښتنې غوښتنه کړې ده چې وايي، هر هېواد په لازمي توګه بايد يو شمېر پناه غوښتونکي قبول کړي.

د يونان د پناه غوښتنې وزیر وايي، له هغه وروسته چې بالکان هېوادونو سخت ترانزيټي قوانين وضع کړل، په يونان کې د بندو پاتو پناه غوښتونکو شمېر ښايي تر لسګونو زره زيات شي.

يونان د خپل پوځ په مرسته د هېواد په شمال کې دوهم ټرانزیټ کمپ جوړ کړی چې د پناه غوښتونکو له بحران سره مرسته وکړي.

پوليسو ويلي شاوخوا زر عراقيان او سوريان يې له پولي څخه په بس کې يوه کمپ ته انتقال کړي دي.

هغه افغان پناه غوښتونکي چې د چارواکو له خوا په ګاونډي مسدونیا کې بند شوي، اوس د يونان مرکز اتن ته انتقال شوي دي.

پناه غوښتونکي په دوامداره توګه د مسدونيا له پولي سره د شپې له خوا دغه ځای ته ځي خو د دوی شمېر د تنظيموونکو اسانتياوو ادارو تر ظرفيت لوړ شوی دی نو ځکه له دوی سره مرسته نشي کولای.

د بخښنې نړېوال سازمان وايي، اروپايي اتحاديه د پناه غوښتونکو پر مخنيوي توجه کوي او پاتې راغلې چې د دې ناورین د مخنیوي لپاره لارې چارې ولټوي.

XS
SM
MD
LG