د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۸ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۶

امریکا د سوریې احتمالي اوربند په احتیاط څاري


د امریکا ولسمشر وایي، په سوریه کې باید جګړې ودریږي، ترڅو د امریکا او د هغه د نړېوالو ملاتړېو ځواکونه په دغه هېواد کې د داعش ځپلو ته پاملرنه زیاته کړي.

بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د اردن له پاچا دوهم عبداله سره د لیدو پر مهال په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد اوسنۍ هڅې هم وستایلې.

اوباما زیاته کړه چې ډیر کارونه شته او باید ترسره شي:

"موږ د تمو زیاتیدو ته چې د اوربند په برخې شته، په احتیاط ګورو. د سوریې وضعیت ډیر پیچلی دی. خو د دې یوې اونۍ په ترڅ کې په ځپل شویو سیمو کې د بشري مرستو په برخه کې مو پرمختګونه لیدلي دي."

بل لور کریملین وایي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره د سوریې د جګړې د پای ته رسیدو په اړه ټیلفوني خبرې کړې دي.

د کریملین په وینا دواړه مشران په پوځي او تخنیکي برخو کې پر همکاریو هم وغږیدل.

د روسیې د ولسمشرۍ له ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې پوتین د عربستان پاچا ته د هغې توافقنامې په اړه چې ماسکو او واشنګتن په سوریه کې د اوربند لپاره وړاندې کړې ده او تمه ده چې د فبروري له ۲۷ تطبیق شي، معلومات ورکړل.

د روسیې ولسمشر د عربستان له پاچا وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني ته زنګ وواهه او د سوریې پر وضعیت یې له هغه سره هم خبرې و کړې.

بل ور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري خبرداری ورکړ او ویې ویل، واشنګټن به د سوریې په اړه پر دوهمې طرحې هغه وخت فکر وکړي چې ماسکو او دمشق په راتلونکو ورځو کې د سوریې د سولې او سیاسي واک د انتقال په برخو کې جدي هڅې و نه کړي.

مسکو بیا وایي، د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له جان کري سره د چهارشنبې په ورځ په سوریه کې د اوربند په اړه وغږیده.

د سوریې په پنځه کلنې شخړې کې تر دوه نیم لکه ډیر کسان وژل شوي او په میلیونونو کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

تمه ده چې د سوریې په کړکیچ کې داخل لوري د جمعې په ورځ د امریکا او روسیې د ګډې طرحه په اړه چې د ملګرو ملتو په نوښت وړاندې شوې ده، خپله موافقه یا مخالفت څرګند کړي.

د اسلامي دولت یا داعش ډله او د جبهة النصرة وسله واله ډله چې د القاعده مربوط ده د دې اوربند برخه کیدای نه شي.

XS
SM
MD
LG