د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ويلي، که وسلوال د سولې خبرو ته حاضر نه شي، له پاکستان، امريکا او چين څخه به وغواړي چې د دوى په وړاندې پوځي اقدام وکړي.
ښاغلي اتمر د چهارشنبې په ورځ وويل، چې دولت ضد وسلوال د سولې خبرو ته لږ وخت لري.
صالح محمد صالح له ورځپاڼه ليکونکي او تحليلګر نثار احمد صالح نه د مرکې په پيل کې پوښتنه وکړه، د سولې خبرو ته د لنډ مهلت ټاکل څومره جدي مسئله ده؟