تازه خبر
سه شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۵۵

په ایران کې د "شیوع" سریال د افغان کډوالو پرضد کرکې زیاتولای شي

د ایران دولتي ټلویزیون د "شیوع" په نوم یو نوی سریال پيل کړی چې د یو شمېر کسانو په باور، په دې هېواد کې د میشتو افغان کډوالو پر ضد د کرکې احساسات پارولای شي.

د سریال کیسه د یوه افغان سړي په اړه ده چې یو بیالوژیکي ویروس لري او امریکا قصداً د ویروس د خپرولو لپاره ایران ته استولی دی.

په دې سریال کې وروسته لیدل کیږي چې د دې خپریدونکي ویروس ممکنه حمله، د ایران د ملکي دفاع سازمان مامورین د یوه ځوان دولتي ډاکټرپه مرسته چې د دې افغان معالجه کوي، شنډوي.

د ایران ملکي دفاعي سازمان چې یو وخت یې په دې هېواد کې د امریکا د ممکنو بیالوژیکي او انټرنټي "سایبر" حملو پر ضد خبرداری ورکړی وو، د دې سریال په جوړولو کې مرسته کړې ده.

د دې سریال اوله برخه د شنبې په ورځ خپره شوه چې یو شمېر افغانان يې په قهر کړي دي.

د رپوټونو پر اساس، په ایران کې اوس مهال لږ تر لږه درې میلیونه "قانوني او غیر قانوني" افغانان اوسي.

دا سریال د یوه افغان سړي په اړه دی چې د امریکا لپاره جاسوسي کوي او د دې لپاره ایران ته تللی چې یو خطرناک ویروس یې خپور کړي دی.

د سریال تر خپریدو وروسته زیاتو خلکو پر فیس بوک او ټویټر اعتراضونه وکړل.

یوه تن پر ټویټر لیکلي:

"زه افغان یم . د دې سریال جوړونکي بل هیڅ څوک پيدا نه کړل چې د دې کار لپاره یې وټاکي؟ دا د شرم خبره ده."

یوه بل سړي پر فیس بوک لیکلي:

"دا سریال به د ایرانیانو پر ذهن ناوړه اغیز وکړي او داسې به وانګیرل شي چې ټول افغان کډوال د امریکا جاسوسان دي."

یو شمېر رپوټونه وايي چې د افغانانو یوې ډلې په کابل کې د ایران سفارت ته لیک استولی او دا سریال یې غندلی دی.

د ایران په کورنیو مطبوعاتي کړېو کې هم پر دې سریال انتقادونه شوي دي.

په ایران کې د سخت دریځو یوې ورځپاڼې، تسنیم لیکلي چې دې سریال په ټولنه کې ژوره اندیښنه پیدا کړې ده.

تسنیم لیکلي:

"بهرنیو مطبوعاتو له کلونو راهیسې د تفرقې اچولو ته ملاتړلې څو د افغانستان او ایران د خلکو ترمنځ واټن زیات کړي."

د ایران یوې بلې نیمه دولتي ورځپاڼې بې خونده بللی دی.

د دې سریال پروډیوسر یا جوړونکي بيژن شیرمرز له فارس خبري اژانس سره په لنډه مرکه کې پرون وویل، د خلکو نیوکې بې ځايه دي او لیدونکي باید په قضاوت کې بیړه ونه کړي.

بيژن ویلي، کله چې د دې سریال دولس برخې وکتلې شي نو څرګنده به شي چې افغانانو ته سپکاوی نه دی په کې شوی.

په ایران کې تېرکال د کوچنیانو د یوه پروګرام پرضد چې پر دولتي ټلویزیون خپور شو، پراخ اعتراضي مظاهرې وشوې. هلته یو شمېرمیشتو اذریانو وویل چې دا پروګرام د دوي په اړه تخریبونکي معلومات خپروي خو د پروګرام چلونکو وروسته معذرت وغوښت او ویې ویل چې دوي د ایران اذریانو ته د تاوان رسولو نیت نه درلود.

د شیوع په نوم د سریال جوړونکي هم ویلي:

موږ به ولې افغانانو ته چې خپل وروڼه یې ګڼو، سپکاوی کوو؟ موږ له افغانانو سره هیڅ دښمني نه لرو.

​
XS
SM
MD
LG