د افغان ښځو شبکه د سولې د همغږۍ په څلور اړخیزو ناستو کې د میرمنو د نه شتون په خاطر دغه غونډې غیرشفافه او ګونګې بولي.
د دغې شبکې غړي زیاتوي چې د سولې په اړه د لارې د نقشې په برابرولو کې د ښځو نه موجودیت ښیې چې حکومت د ښځو پر وړتیاوو بې باوره دي او په وینا یې ښځو ته نه پاملرنه به د سولې راتلونکی له خطر سره مخامخ کړي.
د افغان ښځو د شبکې غړي دغه راز د سولې د عالي شورا په ترکیب کې د میرمنو ونډه سمبولیکه یادوي او تاکید کوي چې میرمنو ته باید د سولې په خبرو کې ۲۵ فیصده ونډه ورکړل شي.
په همدې حال کې جمهوري ریاست وایي، له وسله والو طالبانو سره په مخامخ خبرو کې به د ښځو څخه هم یو کس برخه ولري.
د سولې په اړه د څلور اړخیزو غونډو په څلورو پړاونو کې د ښځو نه موجودیت د افغان ښځو د شبکې او د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون غبرګونونه پارولي دي.
د دغې شبکې غړي د سولې په خبرو کې د حکومت د سرو کرښو نه روښانتیا د ښځو د راتلونکې لپاره خطرناکه بولي.
دوی د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د سولې په شورا کې د ښځو د سمبولیکې ونډې او په څلور اړخیزه ناستو کې د هغوی د نه حضور په غبرګون له حکومته وغوښتل چې د سولې په خبرو کې میرمنو ته پنځه ویشت فیصده ونډه ورکړي.
د ښځو د شبکې یوې غړي سمیرا حمیدي په دې اړه وویل:
"که میرمنې د سولې په خبرو کې ګډون ونه کړي زما په نظر دا مذاکرې به شفافې او ټول شموله نه وي. په مذاکره کوونکي پلاوي کې دوی کولای شوه له هغو میرمنو څخه چې په کابینې او یا رسمي موقفونو کې دي، دعوت وکړي. زموږ مشخصه غوښتنه په دغو مذاکراتو کې د ښځو حضور دی."
کابل د سې شنبې په ورځ د سولې د څلور اړخیزې غونډې د څلورمې ناستې کوربه و.
په دغه ناسته کې چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازو برخه اخیستې وه، د راتلونکې میلادي میاشتې لومړۍ اوونۍ له طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو لپاره ټاکل شوې ده.
دغه راز د ناامنیو زیاتیدو، د وسله والو مخالفینو په حملو کې د ښځو د تلفاتو زیاتوالی او په مخامخ خبرو کې د طالبانو له خوا د احتمالي شرطونو وړاندې کول، د ښځو د شبکې له نورو اندیښنو څخه دي.
د یادي شبکې غړي له ولسمشراشرف غني څخه غواړي چې په سیاسي پروسو کې د ښځو د ګډون په هدف د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ شمېر پریکړه لیک په عملي کولو سره خپلې ملي او نړېوالې ژمنې عملي کړي.
په همدې حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفرهاشمي ازادي راډیو ته وویل چې د څلور اړخیزو ناستو تر جوړیدو مخکې ولسمشر د ښځو د حقونو له فعالانو سره خبرې او سلا مشورې کړي دي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه:
"د افغانستان ولسمشر مخکې له دې چې څلور اړخیزې ناستې پيل شي، د ښځو له استازو او بېلابېلو ډلو سره لیدلي وه او د هغوی نظر یې را اخیستی و چې دا د ټولو افغان چارواکو لپاره یو کاري لارښود دی. پاته شوه د مخامخ خبرو موضوع، له افغانستانه به یوه میرمن د خبرو په میز کې ګډون ولري."
د افغان ښځو شبکه د سولې په مخامخ خبرو کې د ښځو پر ونډې تاکید کوي او له حکومته غواړي چې د اساسي قانون له مخې د سولې په خبرو کې د ښځو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځوي.