د ناټو سلاکارانو وړاندیز کړی چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپلو پوستو پر ساتلو د زیات تمرکز پرځای، پر وسله والو طالبانو تعرضي عملیات زیات کړي.
ناټو وايي چې د افغان ځواکونو په ستراتیژۍ کې دا بدلون به هغوي ته د روان تشدد د کمولو توان ورکړي.
په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت په رسمي ډول پاي ته رسیدلی او یوازې محدود شمېرعسکر یې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې پروګرامونه پر مخ بیايي.
ناټو وايي، غواړي چې د افغان امنیتي ځواکونو له قابلیتونو موثره استفاده وشي.
ناټو تړون وايي چې د را روان دوبي لپاره د دوي د ماموریت اصلي هدف پر امنیتي پوستو د اتکا کمول دي.
داسې ګڼل کیږي چې وسله وال طالبان ښايي په دوبي کې جګړې ته شدت ورکړي.
ناټو غواړي چې په دوبي کې د جګړې له شدت سره، د افغان ځواکونو په ستراتیژۍ کې بدلون راشي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند جنرال ولسن شوفنر رویټرز خبري اژانس ته وویل:
"په پوستو کې ډیر زیات عسکر پراته دي. یوه پخوانۍ پوځي خبره ده چې وايي، که د هرځای دفاع کوئ، د یوه ځای دفاع هم نه شې کولای. دا خبر د افغانستان د امنیتي ځواکونو له وضعیت سره ښه لګیږي."
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د دې ستراتیژۍ د عملي کیدو نښې له ورایه لیدل کیږي.
افغان امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ د هلمند په زیاتو هغو سیمو کې چې جګړه وه، خپلې پوستې پریښودې.
افغان چارواکو وویل چې په ستراتیژي کې بدلون به موقع ورکړي چې د وسله والو پر پناه ځایونو حملې زیاتې کړي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د ځمکنیو قواوو قوماندان جنرال مراد علي مراد ویلي:
"موږ پریکړه کړې چې خپل عسکر له دفاعي حالته وباسو او په راتلونکو میاشتو کې یې د تعرضي موقعیت د خپلولو لپاره تیار کړو."
مراد علي مراد پرون په کابل کې خبري غونډې ته وویل:
"زموږ ځواکونه تر شدیدو تمرینونو لاندې دي او د پسرلنیو عملیاتو لپاره د ښې تیاري په خاطر يې په وسلو هم تهجیزوو."
د رویټرز په حواله، پوستې د وسله والو طالبانو لپاره د حملو څرګند هدف دی خو د افغان ځواکونو لپاره به د پوستو ساتنه تر ګرځنده عملیاتو ګران کار وي.
د ګرځنده عملیاتو لپاره لوژیستیکي او هوايي ملاتړ په کار وي او د افغانستان پوځ داسې محدود امکانات لري.
د ناټو ویاند جنرال شوفنر وویل چې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د ستراتیژۍ دې بدلون ته ښايي ځیني سیاسي مسایل خنډ پېښ کړي.
د جنرال شوفنر په وینا، د یوه کلي د مشر یا د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان له نظره په هر کلي کې د امکان تر حده زیاتو پوستو اړتیا ده.
له دې امله، د افغانستان پوځ چې غواړي د پوستو شمېر کم کړي او د کلیو خلک چې زیاتې پوستې غواړي، په خپلو کې متضاد دریځونه لري.
رویټرز د بیلګې په ډول لیکي، د کابل په جنوب کې د ملي اردو یوه کنډک پوستې اچولې چې د کابل ښار او لوګر ترمنځ د پرتو غرونو امنیت ونیسي.
د دې کنډک مشرمحمد ریا خرم رویټرز ته ویلي چې تر ۵۰۰ زیات عسکر یې په پوستو کې پراته دي او یوه کوچنۍ ډلګۍ یې چې درنې وسلې لري، ګرځنده عملیات کوي.
خرم رویټرز ته ویلي:
"موږ باید د طالبانو د مخنیوي لپاره پوستې ولرو. که موږ له پوستو ووتو، هغه سیمې طالبان نیسي."