د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

په خوست کې "کتاب بازار" جوړ شو


که څه هم له پخوا نه په خوست ښار کې واړه کتاب پلورنځي موجود وو چې د څو کتابونو نمونې به يې د کتونکو لپاره په دوکانونو راځوړوند وې، خو داسې کتابتون چې د کتاب د مینه والو لپاره په کې د کتاب د لیدلو، د کتاب د مطالعې او انتخاب ځای وي نه تر سترګو کیده.

همدې اړتیا ته په کتو یو شمېر کسانو په یو بې سارې نووښت سره په خوست ښار کې د ډېرو کتاب پلورنځیو په ګډون کتاب بازار جوړ کړ.

د کتاب بازار د ژوندون کتاب پلورنځي مسوول محمدرسول وايي چې پخوا په یاد ولایت کې یو داسې مجهز کتابتون چې د ټولو مینه والو، محصلانو او زده کوونکو اړتیاوې پوره کړي نه وو؛ نو موږ د خپلو دوستانو په مشوره تصمیم ونیو چې د کتابونو يو بازار ګوټی جوړ کړو تر څو دا هدف په کې ترلاسه شي.

د ښار په کتاب پلورنځیو کې د بېلابېلو کتابونو نشتون بیا هغه ستونزه وه چې اړتیا لرونکي به ورپسې یو او بل ځای لالهانده ول او په مشکلو به يې د خوښې وړ کتاب مونده.

د هر ډول کتابونو شتون او په ارامه فضا کې د کتاب د لاسرسي اړتیا ته یو شمېر کسانو د کتاب بازار د جوړولو په یو بې ساري نووښت ځواب ووایه.

د خوست ښار په مرکزي برخه کې د یو نسبتاً لوی مارکیټ ښکتنۍ پوړ ټول کتاب بازار ته ځانګړی شو.

په دې ځای کې د علومو له اختصاصي کتابتونو سربیره، ټولو کتابخانو کې د اسانتیا لپاره په منظم ډول کتابونه په جلا-جلا برخو ویشل شوي دي.

په کتاب بازار کې د کتاب مینه والو ته د کتاب د لیدلو، انتخاب او حتی د مطالعې ارامه فضا برابره شوې ده.

د شیر ایوب قربان په نوم د غازي امان الله خان کتابتون مسوول وايي چې په کتاب بازار کې د کتاب د مینه والو لپاره ښې کتاب پلورنځی جوړې شوي دي، مینه وال کولای شي، په ارامه فضاه کې کتابونه وویني، انتخاب يې کړي او وروسته يې راونیسي.

ښاغلی قربان زیاتوي:

"ډېرې ښایسته کتابخانې جوړې شوې دي، همدارنګه بوک سټور دي، کولای شي خلک ورڅخه د خوښې وړ کتابونه ترلاسه کړي، پخوا هم په خوست کې کتابخانې وې، نو تیت پرک وې اوس الحمدالله دوی ته ډېر محفوظ ځای شته، کولای شي مطالعه وکړي او ښه کتابونه انتخاب کړي، دوی لپاره د کېناستو ځای هم ټاکل شوی او بيې هم ډېرې مناسبې دي."

د مولوي علاو الدین په نوم د فریدیه کتابخانې مسوول وايي چې د کتاب د مینه والو لپاره په کتاب بازار کې دا اسانتیا جوړه شوې ده چې دوی په کتابتون کې ازادانه ګرځي، د خپلې خوښې وړ لټوي او یا نوی کتاب چې پخوا يې نه وي لیدلی لاسته راوړي.

د حفیظ الله احساس په نوم د انجینري پوهنځي یو تن محصل وايي چې پخوا به د ښار په یوه او بل ځای کې د اړتیا وړ کتاب پسې لالهانده ول، خو اوس په کتاب بازار کې د دوی اړتیا تکمیلیږي.

لیکوال او کره کتونکی سپین روان نورزی وايي چې د کتابونو لیدل، د هغې د محتواء لوستل او وروسته يې انتخاب ډېر غوره وي چې دا اسانتیا اصلاً پخوا د خوست په پخوانیو کتاب پلورنځيو کې نه وه موجوده.

ښاغلي نورزي د کتابتونونو له مسوولینو او چلوونکو غوښتنه وکړه چې که په لږ تعداد هم وي، خو د کتاب د مینه والو لپاره دې علمي او مالوماتي کتابونه ډېر کړي.

سپین روان نورزی وايي:

"پخوا به کتابونه په الماریو کې ايښودل شوي ول، یوازې نمونې به يې د دوکانو تر مخې اوایزان وې، نو اوس د کتاب بازار په جوړیدو سره دا یو ښه پرمختګ او نووښت دی، د کتابتونونو له چلونکو مو هیله داده چې په هر برخه کې علمي او مالوماتي کتابونه د مینه والو لپاره اماده کړي."

د یادونې وړ ده په خوست کې له ښاري کتاب پلورنځيو سربیره داسې مهال په مستقل ډول کتاب بازار جوړیږي چې خواوشا یوه نیمه لسیزه وړاندې په ښار کې زیات نه زیات لس کتاب پلورنځي چې هغو هم ډېر لږ کتابونه درلودل موجود ول، کتونکي په خوست کې د کتابونو د اړتیا ډېریدل د علم، فرهنګ او پوهنې د چټکې پرمختیا له کبله بولي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG