د حوت درېیمه د پخواني شوروي اتحاد او د وخت د حکومت پر ضد د کابل د خلکو د پاڅون له ورځې سره برابره ده.
۳۶ کاله وړاندې په همدې ورځ د کابل خلکو په شته امکاناتو د نړۍ د زبرځواک قدرت پخواني شوروي اتحاد پر ضد پاڅون وکړ او دغه ورځ یې د افغانستان په تاریخ کې د یوې حماسې په توګه ثبت کړه.
په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د حوت په درېیمه د پخواني شوروي اتحاد او د وخت د حکومت پر ضد قیام لومړی د کابل ښار د چندول نومې سیمې نه پیل شو او وروسته بیا د کابل نورو سیمو ته وغځول شو د کابل ښار د چندول سیمې اوسېدونکي حاجي محمد هارون د حوت د درېمي د پېښې په اړه د خپلو سترګو لېدلی حال ازادي راډیو ته داسې بیا کړ:
" د دیني علماوو په تبلیغ خلک راپورته شول او ملي قیام جوړ شو نه ځوانان پاتې وو او نه سپین ږېري حتا سیاسرې راپورته شوې د هر چا چې څه وسه پوره وه د روس په مقابل کې راپورته شول او د وخت په نظام یې تعرض وکړ، په ټانګ یې تېل اچول او اور یې ورته اچوه په ټوپک یې هم خلک وېشتل هغه عامه خبره وه صرف ملایان نه وو په اصلاح سپين ږیږې نه وو ځوانان نه وو ټول یې پر ضد راوتلي وو."
که څه هم د حوت د درېیمې په پاڅون کې د مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه شته خو عیني شاهدان وايي، په دې ورځ د کابل په لارو او کوڅو کې سلګونه کسان د روسانو او د وخت د حکومت له خوا ووژل شول.
د پخواني شوروي اتحاد او د وخت د حکومت پر ضد د کابل د خلکو پاڅون افغانستان ته د روسانو له یرغل شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته وشو او عیني شاهدان ادعا کوي چې دغه حرکت خود جوشه او مدني وو خو روسانو او د وخت حکومت په بې رحمۍ سلګونه پاڅون کوونکي ووژل او ګڼې ورانۍ یې رامنځته کړې.
د چندول اوسېدونکی حبیب الرحمان چې په خپله یې د حوت په درېیمه د روسانو پر ضد په پاڅون کې برخه اخیستې وه وايي، د حوت درېیمه د ده لپاره یوه توره او نه هېرېدونکې ورځ ده.
هغه زیاتوي:
"ترخه خاطره ده، ولې؟ ځکه چې دا ورځ یوه توره ورځ وه او په دې ورځ روسانو پر افغانستان یرغل وکړ."
په ورته وخت کې د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله د حوت د درېیمې د پاڅون په مناسبت افغان ولس ته مبارکي او تسلیت ورکړ.
ښاغلی عبدالله چې د دوشبنې په ورځ یې د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې د حوت په درېیمه د پخواني شوروي اتحاد پر ضد پاڅون کوونکي اتلان وبلل.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:
"دغه پاڅون پر افغانستان د شوروي د سرو لښکرو د یرغل پر ضد وشو او هر کال زموږ خلک له هغو اتلانو یادونه کوي او مراسم جوړوي چې په دغه پاڅون کې یا شهیدان شوي او یا یې برخه اخیستې وه."
د پخواني شوروي اتحاد پر ضد نه یوازې د کابل خلکو پاڅون وکړ بلکې ورته پاڅونونه د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې هم د افغانستان د ازادي په هدف وشول خو بیا هم شاوخوا ۱۰ کاله روسان په افغانستان کې پاتې شول چې په دغه موده کې یې زرګونه افغانان ووژل او په میلیونونو نور یې ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شول.
راپور: محمد حدیث پردېس