د امریکا د بهرنیو چار وزیر جان کري وایي، له خپل روسي سیال سره يې په سوریه کې د جګړو د پای ته رسېدو لپاره پر یوې ابتدایي موافقې سلا کړې ده.
جان کري چې په عمان کې د اردن د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل:
"د روسيې د بهرینو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره مې په ټیلیفون خبرې وکړې، له هغه سره پرون غږېدلی وم او نن سهار بیا وغږېدم، ما پر دې خبرې ټینګار وکړ چې هر څومره ژر چې کېدای شي دې ته اړتیا ده جګړې په بشپړه توګه ودرول شي او په لنډ ممکن وخت کې یو اوربند ترلاسه شي، هغو خبرو ته په پام سره چې موږ وکړې زه ګومان کوم چې د جګړو د پای ته رسولو لپاره په اصولو کې موږ یوه موقتي اوربند ته رسېدلي یو چې هغه به په راتلونکې اوونۍ کې نافذ شي."
کري وویل، دی او لاوروف هیله من دي چې د دواړو هېوادونو ولسمشران بارک اوباما او ولاديمیر پوتین به په راتلونکو ورځو کې پر دې مسئلې خبرې وکړي چې په اصولو کې یو موقتي اوربند بشپړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دواړه لوري تر اوسه د موقت اوربند پر جزیاتو کار کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم تأیید کړه چې لاوروف او کري نن پر ټیلیفون په سوریه کې د اوربند پر مسئلې خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت وویل، دواړو مشرانو د یوه اوربند پر شرطونو چې ښایي د هغو سخت دریځو ډلو په وړاندې د عملیاتو دوام په کې استثنا وي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ترورېستي ډلې نومولې دي، خبرې وکړې.
د نړۍ سترو قوتونو د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه د مونشن په نړیوال امنیتي کنفرانس کې پر یوه اوربند موافقه کړې وه چې باید دوه ورځې مخکې نافذ شوی وی خو د جګړو د سختېدو له امله عملي نه شو.
د سوریې د اپوزېسیون لویه ډله چې سعودي عربستان یې ملاتړ کوي وایي، په دې شرط د یوه احتمالي اوربند ټینګېدو ته تیاره ده چې د سوریې حکومت لومړی د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو محاصره پای ته ورسوي او هم په زرګونو بندیان خوشې کړي.
د خبرو د عالي کمېټې ویاند سالم المسلط وویل، د اوربند وروستی مهلت پای ته ورسېد خو روسیې او د سوریې رژیم څه ونه کړل چې د دوی دغه بې تفاوتي نړیوالې ټولنې ته یو سپکاوی دی او هم د دې څرګندونه کوي چې د سوریې د خلکو ژوند ته درناوی نه کوي.
د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د سوریې حکومتي ځواکونو د روسيې په ملاتړ ترکیې پولې ته نږدې تهاجمي حملو ته زورور کړی دی.
په ورته وخت کې د سوریې ولسمشر بشارالاسد وویل، دی په دې شرط اوربند ته تیار دی چې ترورېستان د جګړو له آرامېدو د ځان په ګټه کار وانخلي.
د سوریې یوې انلاین رسمي رسنۍ د اسد له قوله ویلي چې وایي، موږ دا ویلي چې د پوځي عملیاتو د درېدو لپاره تیار یو خو یوه مسئله چې ډېره مهمه ده داده چې ایا د ترورېستانو مخه نیول کېدای شي چې د اوربند په موده کې خپل سنګرونه پیاوړي نه کړي.
اسد ویلي، هر اوربند باید دا مسئله یقیني کړي چې د نورو هېوادونو په تېره بیا د ترکیې له خوا سوریې ته د نورو ترورېستانو او وسلو د استولو یا هم د بل هر ډول لوژېستکي ملاتړ مخه ونیول شي.
له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې له کله چې روسيې د خپل نږدې متحد د سوریې د ولسمشر په ملاتړ پوځي عملیات پیل کړي، د اسد د رژیم ځواکونو په تدریجي ډول په څو مختلفو جبهو کې پرمختګ کړی دی.