تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۰

ولسمشر غني نن د سولې عالي شورا نوی مشر او مرستیالان معرفي کوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني د سولې د عالي شورا رییس او غړي نن په یوې غونډه کې معرفي کړي.

په داسې حال کې چې د څلور اړخیزو خبرو د همغږۍ د ډلې غونډه په روانه اوونۍ کې په کابل کې په پام کې ده افغان چارواکو پرون خبر ورکړ چې پیر سید احمد ګېلاني د سولې د عالي شورا د رییس په توګه غوره شوی او د هېواد څو سیاسي شخصیتونه یې د مرستیالانو او غړو په توګه ټاکل شوي دي.

ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني د سولې د عالي شورا نوی رییس پیر سید احمد ګېلاني، د هغه مرستیالان او مشرتابه ډله نن د دې شورا غړو ته معرفي کړي.

د سولې د عالي شورا سرپرست مشر عبدالحکیم مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د سولې د عالي شورا نوی مشر او مرستیالان د ولسمشر له خوا غوره شوي دي او نن به اعلان شي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:

"په پام کې ده چې د سولې د عالي شورا غړي به راغوښتل کېږي او هغو ته به نوی اداري تشکیل اعلانوي، هغو به له نن وروسته په خپل کار پیل کوي او د هماغه تګلارې په چوکاټ کې دننه چې د دې کار لپاره ترسره کېږي، له یوه نوي مېکانیزم، نوي هوډ او تصمیم سره به ان شا‌ء الله په کار پیل کوي."

اجراییه ریاست پرون تأیید کړه چې پیر سید احمد ګېلاني د سولې د عالي شورا د مشر او کریم خلیلي، حبیبه سرابي، عطاالله سلیم، مولوي خبیر، حاجي دین محمد او مولوي خدام یې د مرستیالانو په توګه غوره شوي دي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل همداراز ازادي راډیو ته وویل چې محمد ایوب رفیقي د دې شورا د دارالانشا د رییس او فاروق بشر او فرهادالله فرهاد یې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

د سولې د شورا اوسنی سرپرست رییس مولوي عبدالحکیم مجاهد د سولې د عالي شورا د رییس په توګه د ښاغلي ګېلاني د ټاکل کېدو خبره تأیید کړه:

"نظر په هغه هلو ځلو چې جناب ولسمشر د افغانستان د سولې په ارتباط له مختلفو اړخونو سره سلامشورې درلودې، تقریباً تر یوه حده یوې نتیجې ته رسېدلی او د سولې عالي شورا ته به ډېر موثر او دروند تشکیل اعلان کړي چې په رأس کې به یې جناب پیر سید احمد ګېلاني او ورسره به څو مرستیالان وي."

د سولې د عالي شورا نوی مشر او نوې مشرتابه په داسې حال کې اعلانېږي چې ټاکل شوې له مخکېني پلان سره سم په روانه اوونۍ کې له طالبانو سره د سولې د خبرو نېټه وټاکل شي.

افغان چارواکو مخکې ویلي و چې په پام کې ده د کب په ۴ مه د څلور اړخیزو غونډو د همغږۍ ډله غونډه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي، په دې غونډه کې به چې بل سبا په کابل کې جوړېږي د حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو نېټه وټاکل شي.

​
XS
SM
MD
LG