د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

د نواډا ایالت انتخابات د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلینټن وګټل


د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلینټن په نواډا ایالت کې د خپل ګوند انتخابات وګټل او د جمهوري غوښتونکو ګوند په خپل منځي انتخاباتو کې امریکایي میلیارډر دونالډ ټرمپ د جنوبي کارولینا انتخابات وګټل.

د هیلري کلینټن پلویانو د هغې بری په خوښیو او ولولو ولمانځه.

کلینټن په نواډا ایالت کې خپل نېږدې رقیب برني سانډیرزته په لږ تو پیر په ماتې ورکولو سره د دوهم ځل لپاره د یوه ایالت انتخابات وګټل.

کلینټن تردې مخکې په نیوهیمپشیر کې د خپل ګوند انتخابات ګټلي و.

د کلینټن یو زیات شمېر پلویان هیله من دي چې هغه به راتلونکې اوونۍ د جنوبي کارولینا لومړني انتخابات هم وګټي.

کین ټیټ جین چې د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې ملاتړی دی وایي:

"زه په نواډا کې د هیلري بري ډېر هیجاني کړی یم، تاسو پوهیږئ چې نواډا برني غلی کړ."

د کلینټن بله ملاتړې لیزا ورم والډ د هغې بری لویه کامیابي بولي:

"زما په نظردا د بدلون شیبه ده، هغه له همدې ځایه د جنوب پرلورې مخ ته ځي او هرڅه له همدې ځایه د هیلري نصیب کېږي."

ډیموکراټ سناتوربرني سانډیرز کلینټن ته د بري مبارکي ورکړه:

"موږ واقعي پرمختګ کړی، شیبه مخکې ما کلینټن ته ټلیفون وکړاو په نواډا کې د بریالیتوب مبارکي مې ورکړه."

د شمېرل شویو په سلو کې ۹۳رایو نیتجې وښوده چې کلینټن په سلو کې ۵۲،۵ او ساندیرز ۴۷،۵ فیصده رایې ګټلي دي.

د جمهوري غوښتونکو ګوند په دننه کې په جنوبي کارولینا کې لومړي انتخابات ملیارډر دونالډ ټرمپ وګټل.

ډونالډ ټرمپ د خپل ګوند نورو سیالو کاندیدانو ته هم یو پیغام ورکړ:

" زه غواړم نورو کاندیدانو ته هم مبارکي ورکړم، په ځانګړي ډول تډ او مارکو ته وایم چې دوی واقعاً ډېر ښه کار سر ته رسولی دی."

ټرمپ په جنوبي کارولینا کې په سلو کې ۳۲،۵ رایې وګټلې.

په نیوهمپشیرکې له بري وروسته دا دوهم ایالت دی چې ټرمپ د خپل ګوند له لوري په کې لومړني انتخابات ګټي.

په جنوبي کارولینا کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د ننه د انتخاباتو د نتجې له څرګندېدو سره بل کاندید جب بوش اعلان وکړ چې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د خپلې سیالي له دوام لاس اخلي ځکه دی ډاډه نه دی چې ټاکلي هدف ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG