تازه خبر
سه شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۹

د سولې عالي شورا د رهبري پلاوي نوی تشکیل اعلان شو

د افغان حکومت اجراییه ریاست او د سولې عالي شورا تایید کړه چې د سولې شورا د رهبرۍ پلاوي په تشکیل کې بدلون راغلی دی.

داجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل چې پیر سید احمد ګیلاني د دغې شورا د مشر په توګه ټاکل شوی او نوموړي ته مرستیالان هم تعین شوي دي.

اجراییه ریاست وایي چې پخوانی جهادي مشر پير سید احمد ګیلاني د سولې شورا د مشر او محمد کریم خلیلي، حبیبه سرابي، عطاالله سلیم، مولوي خبیر، حاجي دین محمد او مولوي خدام د دغې شورا د مرستیالانو په توګه ټآکل شوي دي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل چې محمد ایوب رفیقي د یادي شورا د دارالانشا د رییس په توګه ټاکل شوی او فاروق بشر او فرهاد الله فرهاد یې مرستیالان انتخاب شوي دي.

د اجراییه ریاست فرهنګي سلاکار سید آقا فاضل سانچاره کي هم په خپله فیس بوک پاڼه کې دغه خبر خپور کړی او د سولې شورا نوي مشر او د رهبرۍ شورا غړو ته یې مبارکې ویلې ده.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم را واخلو، خو په دې ونه توانېدو.

بل لورته د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډیو ته تایید کړه چې پير سید احمد ګیلاني د دغې شورا د مشر په توګه ټاکل شوی خو نوموړي د نورو تشکیلاتو په اړه بې خبرې وښوده.

یوه ورځ مخکې د سولې عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد بیا ازادي راډیو ته ویلي و چې د سولې شورا د نوې تشکیل په اړه د حکومت د ننه مخالفتونه موجود دي او له همدې امله د دغه تشکیل اعلانېدل ځنډول شوي دي.

د سولې شورا د رهبرۍ پلاوي په تشکیل کې دا بدلون په داسې حال کې راغلی چې افغان حکومت وایي، د فبرورۍ تر پایه به له طالبانو سره د مخامخ خبرو نېټه مشخصه کړي.

د افغانستان د سولې په اړه یوه ورځ وروسته په کابل کې د اسلام آباد، کابل، بیجینګ او واشنګټن د استازو څلورمه څلور اړخیزه غونډه هم جوړیږي.

د سولې شورا په رهبري پلاوي کې بدلون وروسته له هغه راځي چې په دې وروستیو کې د سولې شورا پر پخواني تشکیل انتقادونه ډیر شول او یو شمېر مرسته کوونکو هیوادونو په دې شورا خپلې مرستې هم بندې کړي.

​
XS
SM
MD
LG