د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

افغان ځواکونه د هلمند له موسی کلا او نوزاده وتلي


د هلمند په موسی کلا او نوزاد ولسوالیو څخه د افغان ځواکونو وروستي کنډکونه هم راوتلي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د موسی کلا او نوزاد ولسوالیو څخه د امنیتي سرتیرو وتل مني،وايي، دا یو تاکتیکي په شاتګ دی او ښايي د اوږدې مودې لپاره نه وي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مشر ویلي، د موسی کلا په روشن ټاور او د نوزاد په جازې کې د دوي د سرتیرو موجودیت موثر نه و، ځکه يې راواېستل او د دې سرتیرو څخه به د نورو سیمو په عملیاتو کې کار واخیستل شي.

خو د نوزاد او موسی کلا څخه د سرتیرو وتل به څومره د ګرشک ولسوالۍ او لښکرګاه ښار امنیت ته زیان ورسوي؟

په دې اړه نور حال زموږ همکار راکوي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG