تازه خبر
یکشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۸

د سولې عالي شورا د نوي تشکیل د جوړېدو هڅې له ځنډ سره مخ شوي

د افغانستان د سولې عالي شورا د نوي تشکیل د جوړېدو هڅې د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافونو له امله، له ځنډ سره مخ شوي دي.

د سولې عالي شورا وايي، په دې برخه کې تر اوسه څوځلي د شورا د اداري پلاوي لپاره کسان انتخاب شوي خو پریکړه پرې نه ده شوې.

کارپوهان وايي، دغه شورا هغه مهال موثره کیدای شي چې بې طرفه کسان په کې ځای پرځای شي.

له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د زمینو د برابرولو د هڅو ترڅنګ، حکومت غواړي چې د سولې د عالي شورا په تشکیلاتو کې بدلون راولي.

د سولې عالي شورا وايي، په روانه میاشت کې د دې شورا د اداري پلاوي لپاره څو ځلي کسان انتخاب شوي خو وروستۍ پریکړه پرې نه ده شوي.

د دې شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد د شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، حکومت هڅې کوي چې د مجاهدینو د مشرانو، مخورو او دولتي چارواکو په مشوره، په دې برخه کې په دقت سره ګام پورته کړي:

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:

"د سولې د عالي شورا پر نوي میکانیزم کار روان دی چې وکړای شي، په ډیر باور، له طالبانو سره مثمر مذاکرات وکړي. تر اوسه په مختلفو کسانو بحثونه شوي، د بحثونو په جریان کې یو لړ نومونه بدلیږي خو دا ځل باور لرو چې داسې کسان به وګمارل شي چې د جهادي مشرانو برخه په کې زیاته او طالبانو ته به د اعتماد وړ وي."

د سولې عالي شورا بیا-بیا ویلي چې د سولې په مذاکراتو او سولې ته ېې د وسله والو طالبانو په تشویقولو کې هڅې کړي او ښې نتیجې یې ترې اخیستي دي.

خو د ولسي جرګې، مدني ټولنې او د ځینو سیاسي ګوندونو غړي انتقاد کوي چې دې شورا له جوړېدو راهیسي موثر کارونه نه دي کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا اوس مهال د سرپرست له خوا اداره کیږي.

د دې شورا ریيس صلاح الدین رباني اوس مهال د بهرنیو چارو وزیر او د دارالانشاء رییس يې معصوم ستانکزی د دفاع د وزارت سرپرست دی.

ځیني راپورونه وايي، د دې شورا د نوېو تشکیلاتو د ځنډیدو لامل ، د حکومت د مشرانو ترمنځ د یادې شورا د اداري پلاوي لپاره د کسانو د ګمارلو پر سراختلاف دي.

راپورونو دا هم ویلي چې سید احمد ګیلاني د ريیس، کریم خلیلي د لومړي مرستیال، فضل احمد معنوي د دویم مرستیال او مولوي محمدخېبر د دې شورا د درېیم مرستیال په توګه نومول شوي وو؛خو حکومت او دغو کاندیدانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالله لودین څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي چې امریکا او بریتانیا د نوي میلادي کال له پیل راهیسې د دې شورا د مشر د نشتوالي له امله، له دې شورا سره مالي مرستې ځنډولې چې دې اقدام، د شورا پر فعالیتونو اثر کړی دی.

کارپوهان وايي، د سولې د عالي شورا په تشکیلاتو کې باید بې طرفه او داسې کسان وګمارل شي چې مقابل لوری یې ومني.

د دې کارپوهانو له ډلې میرسردار ازادي رادیو ته وویل:

"د سولې په عالي شورا کې باید داسې تغیرات راشي او داسې کسان په کې وګمارل چې پخوا له طالب سره نه وي جنګیدلی، سوله پر هغو کسانو، نه راځي چې طرف کې واقع وي، په دې شورا کې داسې کسان شته چې له طالبانو سره یې کلونه کلونه جنګونه کړي دي، د دې شورا په راس او غړېو کې باید بې طرفه کسان راشي."

د افغانستان د سولې عالي شورا په ۱۳۸۹ لمریزکال کې جوړه شوې چې د ریيس په ګډون، شاوخوا ۷۰ غړي لري.

د افغانستان خلک وايي، دا شورا نه یوازې دا چې نه ده توانیدلې، وسله وال طالبان سولې ته رامات کړي بلکې په هېواد کې د وسله والو طالبانو حملې نورې هم زیاتې شوي دي.

خو د سولې عالي شورا د خپلو فعالیتونو په اړه له دې څرګندونو سره موافقه نه ده.

راپور:خان محمد سیند

​
XS
SM
MD
LG