امریکايي ځواکونو په لیبیا کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې د روزنې پر یوه مرکز حمله کړې.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټرکوک وايي، د جمعې په ورځ ددې حملې هدف د وسله والو یو مشر نورالدین شوشان و چې ټونسي چارواکي یې په ټونس کې د ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ په میاشت کې پر یو موزیم حملو کې مجرم ګڼي.
د امریکا پوځ دا حمله د طرابلس لوېدیځ ته پروت د صبراته په ښارګوټي کې د وسله والو د روزنې پر یوه مرکز کړې.
پیټر کوک دا ونه ويل چې په حمله کې نورالدین شوشان چې د حملې اصلي هدف و،وژل شوی کنه، خو ویې ویل چې چارواکي د حملې د نتایجو په ارزونه بوخت دي.
خو یو شمېر نورو امریکايي چارواکو چې نومونه یې نه دي یاد شوي ویلي ډېر احتمال شته چې نورالدین شوشان به وژل شوی وي.
په صبراته کې ځايي چارواکو ویلي چې تر یو ۴۱ زیات کسان په حمله کې وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوې دي.
پیټر کوک خبریالانو ته وویل:
"موږ دا روښانه کړې چې د داعش د وسله والې ډلې سره هر ځای چې دوی سر راپورته کړي مقابله کوو،
دوی د امریکا متحده ایالاتو ته مستقیم ګواښ دی، دوی پر امریکا او زموږ پر متحدینو د حملو هڅه کړې، موږ به د اسلامي دولت د وسله والې ډلې سره مبارزې ته دوام ورکوو او د خپلو ملي ګټو ساتنه به کوو، دا یو مورد و چې موږ ته په لیبیا کې د داعش پر ضد د حملې فرصت ښکاره شو او حمله مو وکړه، موږ باور لرو چې دا یو بریالۍحمله وه."
دې امریکايي چارواکي ویلي چې د حملې پر مهال په سیمه کې د پام وړ شمېر وسله وال موجود وو.
د ټونس په یوې ساحلي سیمې کې د ۲۰۱۵ میلادي کال د حملې پړه هم پر نورالدین شوشان اچول شوې وه.
دا حمله په وروستیو میاشتو کې په لیبیا کې د داعش د وسله والې ډلې پر ضد د امریکايي ځواکونو دویمه حمله ده.
د سې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما په لیبیا کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې زیاتېدونکي خطر ته په اشارې ویلي وو، هېواد یې له خپلو متحدینو سره کار کوي او په لیبیا کې به د اسلامي دولت د وسله والې ډلې د خطر د پراخېدو د مخنیوي لپاره شته فرصتونه وکاروي.