د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

پوګبا افغانستان کې د ماین قربانیانو ته د اروپا فوټبال مرسته ورکوي


د اېټالیا د تورین ښار د یووینټوس «Juventus» د کلپ فرانسوي لوبغاړی پاول پوګبا وايي، دی خوشاله دی چې په افغانستان کې د ماین له قربانیانو سره د اروپا د فوټبال د اتحادیو د ټولنې «UEFA» د کلنۍ مرستې د سپارلو لپاره غوره شوی دی.

پوګبا په یوې ټلوېزیوني مرکه کې چې د «UEFA» پر رسمي وېب پاڼه خپره شوې وايي، د ماین له قربانیانو سره مرسته ده ته وریادوي چې روغ، رمټ دی او فوټبال کولای شي.

پوګبا وايي:

"دا زما لپاره ستر ویاړ دی چې په دې کار کې ونډه اخلم او ورته غوره شوی یم. دا یو ځل بیا راښيي چې موږ څومره نېکمرغه یو چې فوټبال کولای شو او روغ یو. زه په رښتیا ښه احساس لرم چې دا کار کوم او غواړم له هغو مننه وکړم."

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام د «UEFA» مالي مرسته خورا مهمه بولي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د مرکز د عامه اړیکو مسؤل نورالله الهام ازادي راډیو ته وویل چې دا مرسته به د ماین د قربانیانو له روغتیا سره مرسته وکړي:

ښاغلي الهام وویل:

"تمه لرو چې له دې فرصت څخه به په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره سمه استفاده وشي. معلولیت کله نا کله د دې باعث کېږي چې ځینې کسان انزوا خوښه او ځان له ټولنې لیرې احساس کړي. د دوی مرسته د دې باعث کېږي چې معلولیت لرونکي کسان په ټولنه کې مدغم شي."

د «UEFA» په مالي مرستو هغو افغانانو ته چې ماین ټپیان کړي د وجود مصنوعي غړي او د فزیوتراپۍ امکانات چمتو کېږي. د دې مرستو یوه برخه د فوټبال د هغه ټیم د لګښت لپاره هم په پام کې نیول شوې ده چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په کابل کې د ماین د قربانیانو د بیارغونې په مرکز کې جوړ کړی دی.

ښاغلی الهام وايي، دا مرستې په افغانستان کې د ماین له قربانیانو سره نورې مرستې هم جلبولای شي.

هغه زیاتوي:

"دا مرسته به نور افراد او افغاني موسسې هم هڅوي. موږ ډېر ښه سوداګر او سیاستوال لرو. دوی کولای شي په افغانستان کې له معلولیت لرونکو کسانو سره چې شمېر یې تر نورو هېوادونو خورا زیات دی د همکارۍ او مرستې په برخه کې خپل ټولنیز مسؤلیت ترسره کړي."

په افغانستان کې د ماین له قربانیانو سره د «UEFA» کلنۍ مرسته په داسې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته سپارل کېږي چې د اروپا د فوټبال د ۱۶ غوره کلپونو د اتلولۍ لوبې د سې شنبې په ورځ پیلېږي او لومړۍ لوبه به د اېټالیا د یووېنتوس او د جرمني د بایرن ټیمونو تر منځ وي.

XS
SM
MD
LG