له هغه وروسته چې له بشري مرستو ډک تر سل زيات موټر په سوریه کې محاصره شویو سيمو ته ورسېدل، ملګرو ملتونو ويلي چې د سوريې استازی يې غواړي دغه مرستې په سوریه کې نورو محاصره شویو سيمو ته هم ورسول شي.
د ملګرو ملتونو استازي ډي ميسټورا تأييد کړې چې تر سلو زياتو موټرو د سوريې په مضايه، معضمیه، کفرايه، الفوه او الزبداني ته ۸۲،۰۰۰ خلکو ته مرستې رسولي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د سوريې د خلکو لپاره د نورو نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.
له هغه وروسته چې پرون سټيفن ډي ميسټورا د ۱۸هېوادونو، له استازو سره په غونډه کې برخه واخيسته، ده وويل چې دغه هېوادونه وهڅول شول چې د سوريې محاصره شویو برخو ته مرستې ورسوي.
ياد ۱۸ هېوادونه د سوريې د ملاتړ نړېوالې ډلې غړي دي.
ډي ميستورا زیاته کړه:
"زه باید ووايم چې دوی ټول په دې حقيقت سره وهڅېدل چې تر ۱۰۰ زيات موټرو په مضايه او نورو سیمو لکه کفرايه، الافوه او الزبداني کې ۸۲ زره کسانو ته مرستې رسولې دي."
ده وويل، ډېر خوښ دی چې په پنځو محاصره شویو سیمو کې ډېرو خلکو ته مرستې ورسول شوې.
ښاغلي ډي میسټورا زیاته کړه چې د چهارشنبې د ورځې بشري مرستو احتمال پيدا کړی چې په دايرالزور سيمه کې د هوا له لارې مرستې وغورځول شي.
دايرالزور سیمه د سخت دريځو له خوا محاصره شوې ده.
په مضايه او الزبداني کې شاوخوا ۴۰ زره کسانو ته خوراک او روغتيايي توکي رسېدلي او همداراز په معضمية کې ۲۲ زره کسانو ته او په العفوه او کفرايه کې ۲۰ زره کسانو ته مرستې رسېدلي دي.
د هغې ډېپلوماټيکې پرېکړې له مخې چې يوه اوونۍ مخکې د جرمني په مونشن کې وشوه، په سوریه کې د محاصره شویو ملکيانو سره دغه لومړۍ د پام وړ مرسته وه.
ډي میسټورا د دوشنبې په ورځ دمشق ته ورسېد او د سوريې له مرستيال صدراعظم او بهرنیو چارو له وزیر ولید معلم سره يې د سې شنبې په ورځ ولیدل او د سوريې د سولې د بيا پيلولو او بشري مرستو په اړه يې خبرې وکړې.