تازه خبر
دوشنبه ۲۵ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۶

نږدې ۹۰ کاله وروسته د امریکا یو ولسمشر کېوبا ته ځي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما غواړي چې کېوبا ته ولاړ شي. دا به په نږدې ۹۰ کلونو کې لومړی ځل وي چې د امریکا یو ولسمشر کیوبا ته ځي.

یو شمېر امریکایي چارواکو ویلي دي چې کیوبا ته د ولسمشر اوباما سفر لاتینې امریکا ته د هغهَ د اوږده سفر یوه برخه ده.

نږدې دوې میاشتې مخکې بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې ویلي وو چې هغه وخت به دی کیوبا ته ولاړ شي چې په دې هېواد کې د ازادیو په برخه کې یو لړ پرمختګونه رامنځته شوي وي.

ښاغلي اوباما زیاته کړه:

"زه دې ته ډېر لېواله یم چې کیوبا ته ولاړ شم، خو زه فکر کوم چې شرایط باید سم شي. ما د کیوبا حکومت ته ویلي دي، که په حقیقت کې زه دا ووینم چې عادي کیوبایانو د ازادیو په برخه کې پرمختګ کړی، نو زه به د دې پرمختګونو د ځلولو لپاره کیوبا ته درشم. که چېرته موږ په شا روان شو، نو بیا دې ته دلیل نه پیدا کېږي چې درشم. زه له اوسني وضعیت سره دلچسپي نه لرم."

اوباما او د کیوبا ولسمشر راول کاسترو په ۲۰۱۴ کال کې اعلان وکړ چې د سړې جګړې له نیمې پېړۍ اختلافونو وروسته غواړي د خپلو هیوادونو اړیکې بیرته عادي کړي.

په دې اعلان پسې واشنګټن او هاوانا په چټکۍ سره ډېپلوماټیک او تجارتي اړیکې بېرته ټینګې کړې.

په دې برخه کې له پنځو لسیزو وروسته وروستی پرمختګ د لومړي ځل لپاره د تجارتي الوتنو د بیا پیل موافقه وه چې د چهارشنبې په ورځ وشوه.

د دې موافقې له مخې به له امریکا څخه هاوانا ته هره ورځ۱۱۰ الوتنې کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې د امریکا وروستی ولسمشر چې هاوانا ته تللی و کلوین کوولیج و.

ده د ۱۹۲۸ کال په جنوري کې هلته وینا کړې وه. خو د امریکا پخواني ولسمشر جیمي کارټر وروسته تر دې چې له جمهوري ریاسته لیرې شو، څو ځلې کیوبا ته تللی دی.

​
XS
SM
MD
LG