د سره صلیب نړېوالې ټولنې په غزني کې خپل فعالیتونه وځنډول. دې کمېټې پرون پنجشنبې په غزني کې د خپلو پنځو کارکوونکو د تښتول کېدو خبر تائید کړ او ویې ویل چې نور افغانستان کې هم د امنیت پر څرنګوالي په غور لګیا دي.
په افغانستان کې د دې سازمان ویاند احمد رامین ایاز ویلي چې وسله والو کسانو د سرک پر غاړه د دوی کارکوونکو ته لاره نیولې وه او تښتولي يې دي.
سره صلیب روېټرز اژانس ته په اېمېل کې ویلي چې له تښتوونکو سره یې تماس نیولی او د خپل کارکوونکو د خوشې کولو لپاره یې هڅې پيل کړي دي.
سره صلیب ویلي چې په غزني کې یې خپل فعالیت ځنډولی او د افغانستان په نورو سیمو کې هم پر امنیتي وضعیت په غور لګیا دي.
د دې ادارې ویاند احمد رامین ایاز ویلي چې تښتول شوي کسان ژوندي دي او کورنیو ته یې د وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.
روېټرز د احمد رامین ایاز په حواله ویلي:
"موږ د چهارشنبې په ورځ د خپلې ډلګۍ له مشر سره تماس نیولی او زموږ کارکوونکي ژوندي دي."
د ایاز په وینا، د غزني له امنیتي ځواکونو سره په تماس کې دي څو تښتول شوي کسان را خوشې شي.
تر اوسه په غزني کې کومې ډلې د سره صلیب د کارکوونکو د تښتولو مسئولیت نه دی اخیستی.
په همدې حال کې، د غزني امنیتي چارواکي وايي چې د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره تدابیر نیسي.
د غزني امنیه قوماندان امین امرخېل پرون ازادي راډیو ته وویل چې پېښه د واغظ ولسوالۍ په چهاردې سیمه کې شوې ده.
د امرخېل په وینا، د سره صلیب دا کارکوونکي پرته له دې چې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي، په خپل سر دې سیمې ته تللي وو.
امین الله امرخېل زیاته کړه:
"پنځه تنه د سره صلیب کارمندان چې پخوا هم د واغظ ولسوالۍ ته تلل، د چهاردې سیمې ته تللي وو او خلکو ته یې ویلي وو چې د ویالو او کارېزونو په پاکولو کې مرسته کوي. مخکې به هم دې کسانو ان په هغو سیمو کې چې د مخالفینو تر کنټرول لاندې وې تلل، ښايي کوم تفاهم يې په منځ کې وو. خو یوه موضوع چې یو څه مشکوکه ښکاري دا ده چې دوی که هر ډول مرستې کولې، دلته ښاروالۍ، ریاست انکشاف دهات، امنیه قوماندانۍ، ولایت او نورې حکومتي ادارې شته نو دې کسانو که بشري مرستې کولې، باید له موږ سره په هماهنګۍ کې يې کار کړی وی."
ښاغلي امرخېل څرګنده کړه چې دوی ته هم ضد او نقیض معلومات رسېدلي او داسې څرګندېږي چې دا کسان ښايي طالبانو تښتولي او په واغظ کې د رڼاخېلو سیمې ته بیولي وي.
ښاغلي امین الله امرخېل زیاته کړه:
"دا هغه ساحه ده چې په وروستیو کې داسې اوازې خپرې شوې چې وسله وال طالبان د یو شمېر پاکستاني انجینرانو په مرسته، په غیر قانوني ډول ځینې کانونه اسختراجوي. نو دا ډېره غرنۍ او لیرې پرته سیمه ده. نو دا کسان، که هلته د بشري مرستو لپاره هم تللي وو، باید یې له موږ سره تفاهم کړی وی."
د غزني امنیه قوماندان وویل چې د سره صلیب د کارکوونکو د ژغورنې لپاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي خو څرګنده یې کړه چې د پېښې کره جزئیات لاهم نه دي معلوم او د دوی څېړنې روانې دي.