د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۱

"هېڅ بهرنی هېواد افغان پناه غوښتونکي په زوره نه شي ایستلی"

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د افغان حکومت له تفاهم پرته هېڅ بهرنی هېواد افغان پناه غوښتونکي په زورله خپلې خاورې نه شي ایستلی.

د دغه وزارت چارواکي وايي، له اروپايي ټولنې سره یې په ګډه هڅې پیل کړي چې په اروپا کې د ۲۵۰ زره بې مدرکه افغان پناه غوښتونکو برخلیک معلوم کړي.

د جرمني په ګډون ځینو اروپايي هېوادونو په تکرار دا ویلي هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري له خپلې خاورې وباسي، خو افغان حکومت وايي، د دوي له سلا پرته هېڅ هېواد په زور د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو حق نه لري.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت وايي، تر هغې چې کابل له اروپايي هېوادونو سره د افغان کډوالو په برخه کې هوکړې ته نه وي رسیدلی؛ هېڅ هېواد په اجباري شکل افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې نه شي ایستلی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي، تر راتلونکو شاوخوا اتو میاشتو به له اروپا سره د افغان پناه غوښتونکو ستونزه حل کړي.

ښاغلي میاخېل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغان پناه غوښتونکو په تړاوو د کابل او اروپايي ټولنې تخنیکي کمېټو خپل کار پیل کړی او ژر به د وزیرانو په کچه رسمي خبري هم پیل شي.

ښاغلي میاخیل زیاته کړه:

"د افغانستان د حکومت له تفاهم پرته یو هېواد هم نه شي کولای اتباع یې له خپلې خاورې وباسي، په دې اړه له یوه هېواد سره هم د اجباري ایستنې یا د افغانانو د اېستلو په اړه تفاهم نه دی شوی، په دې اړه رسمي مذاکرات پیلیږي ترڅو یوه تفا هم ته لاره هواره شي او له اروپايي هېوادونو سره موږ تفاهم ته ورسېږو."

د شمېرو له مخې دا مهال ۲۵۰ زره افغان پناه غوښتونکي په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې سختې ورځې شپې سبا کوي او دغه شمېر پناه غوښتونکي یوازې په تېر یونیم کال کې له افغانستان څخه وتلي دي.

په افغانستان کې مخ پر خرابېدونکی امنیتي او اقتصادي وضعیت له افغانستانه د تلونکو افغانانو اصلي علت بلل کیږي، خو افغان حکومت بیا له هېواده د تلونکو افغانانو د مخنیوي لپاره د ځنیو اقداماتو خبره کوي.

اجراییه ریاست وايي، په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو ترڅنګ به له اروپا سره د افغان پناه غوښتونکو ستونزه حل کړي.

د وزیرانو شورا د چهارشنبې د غونډې ډېر بحث له هېواده بهرد افغان پناه غوښتونکو پر ستونزو متمرکز وو.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په همدې غونډه کې پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د افغان مهاجرو په تړاوو له افغانستان سره پر شوو هوکړو عمل وکړي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، حکومت د پناه غوښتونکو موضوع جدي نیولې او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت هم په دې هڅه کې دی چې په کوردننه وضعیت سم شي او د افغانانو ستونزې همدلته حل شي ترڅو هغوی اروپايي هېوادونو ته مجبوره نه شي، دفعتاً له اړمنو کسانو سره د افغانستان د حکومت له دوه نویمې شمېرې کوډ څخه مرسته کیږي اما پلان دی چې په اوږد مهال کې دغه هڅه د دولت د بودېجې په برخه کې په رسمي توګه منظور شي."

دا په داسې حال کې چې د ولسي جرګې یو شمېرغړي بیا په بهر کې د افغان پناه غوښتونکو ستونزو ته په کتو د افغان حکومت پر هڅو انتقاد کوي.

د ولسي جرګې غړی مولوی عبدالرحمان رحمانی وايي، د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کېدو زرګونه افغانان او په خاصه توګه ځوانان له هېواده ووتل خو حکومت یې د مخنیوي لپاره هېڅ عملي ګام پورته نه کړ او لا هم له ولس سره خالي ژمنې کوي.

مولوي رحماني د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې ګواښ وکړ که وضعیت همداسې دوام وکړي د امنیتي او اقتصادي ستونزو سر بیره به د افغان پناه غوښتونکو ستونزه بله هغه لویه ننګونه وي چې جدي ستونزې به وزیږوي.

راپور: محمد حدېث پردېس

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG