د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په جګړې کې له ماشومانو هر راز استفاده د منلو وړ نه ده.
د دې کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار ازادي راډیو ته وویل، په ۲۰۱۵ کال کې تر بل هر وخت په افغانستان کې له کمکیانو او زلمکیو په جګړو کې ډېره ګټه اخیستل شوې ده.
ښاغلي بیدار زیاته کړه:
"د دولت مخالفان د جنګي موادو په انتقال کې، د جنګي موادو په ځای پر ځای کولو کې، انتحاري حملاتو کې ان په ځینو مواردو کې د استخباراتي مقاصدو لپاره له کوچنیانو څخه استفاده کوي."
تر دې یوه ورځ مخکې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي و چې وسله والو طالبانو تېر میلادي کال په عملیاتو او د ماینونو د کرلو لپاره له ماشومانو ډېره استفاده کړې ده.
د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې ویل شوي دي چې طالبانو له ۱۳ تر ۱۷ کلونو ماشومان د جګړو لیکو ته جذب کړي دي.
د بشري حقونو د دې نړیوال سازمان د ادعا په اړه احمد شیبر د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له ویاند رفیع الیه بیدار سره مرکه هم کړې او لومړی یې په دې اړه د دوی د کمېسیون د غبرګون پوښتنه ترې کړې، ښاغلي بېدار په ځواب کې وویل: