د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۷

د ترکیې په مرکز کې یو زورورې چاودنې ۲۸ تنه ووژل


د ترکیې په مرکز انقره کې موټر بم چاودنې ۲۸ تنه ووژل او تر ۶۰ ډېر یې ټپیان کړل.

د ترکیې په مرکز انقره کې د پوځیانو یوه مرکز او د پارلمان ودانۍ ته نږدې د چهار شنبې په ورځ دا چاودنه وشوه.

په دې سیمه کې شاوخوا د جګپوړو پوځي چارواکو کورونه هم دي. د دې چاودنې غږ لوړ و او د ښار په لیرې لیرې سیمو کې خلکو واورېد.

پوځ وایي چې چاودنه تېره ورځ د مازیګر په څلورنیمې بجې هغه مهال وشوه چې د پوځیانو یو موټر په یوې څلورلارې کې ټرافیکي اشارې ته ولاړ و. د چاودنې له امله شاوخوا یو شمېر موټرونه هم وسوځېدل.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال نعمان کرُتول موس تېره شپه رسنیو ته وویل چې چاودنې ملکیان او پوځیان په نښه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یو شمېر قربانیان پېژندل شوي او هڅې روانې دي چې نور هم وپېژندل شی.

ښاغلي موس وویل:

"د چاودنې په ځای کې چې هر څه ترلاسه کوو، څېړو یې، تر اوسه معلومات نه لرو چې دا برید چا کړی دی او چا په دې اړه څه ویلي هم نه دي. خو د دې برید مسؤلان به ډېر ژر زموږ منګولو ته راشي."

د ترکیې حکومت پر رسنیو بندیز ولګاوه څو د وژل شویو او ټپي شویو کسانو عکسونه او فلمونه وانخلي.

ترکي چارواکو وویل چې دا یو ترورېستي برید دی.

په انقره کې له چاودنې وروسته د ترکیې صدراعظم احمد داوود اوغلو چې ټاکل شوې وه د ماښام خوا ته بروکسل ته ولاړ شي، خپل سفر وځنډاوه او له امنیتي چارواکو سره یې یوه بېړنۍ غونډه جوړه کړه.

بروکسل ته د ترکیې د صدراعظم د سفر له لغوه کېدو سره هغه غونډه هم ځنډڼۍ شوه چې په کې د ۱۱ اروپایي هېوادونو مشرانو په پروکسل کې نن پنجشنبه برخه اخیسته او اروپا ته یې د کډوالو د تګ پر ستونزو خبرې په کې کولې.

په ترکیه کې په وروستیو کې پرله پسې بریدونه وشوو چې په کې جهادي ډلې او په ورته وخت کې کردي یاغیان تورن شوي دي.

د ترکیې په مهمو ښارونو لکه مرکز انقره او استانبول کې د تېر میلادي کال له وروستیو راهیسې امنیتي تدابیر هم له یو لړ چاودنو وروسته سخت شوي دي.

د اکتوبر په ۱۰ په انقره کې په یوې چاودنه کې ۱۰۳ کسان وژل شوي وو. بیا د جنوري په ۱۶ په استانبول کې په یوه ځان مرګي برید کې د جرمني ۱۱ ګرځندویان ووژل شول. د دې بریدونو مسؤل داعش وګڼل شو او له دې چاودنو پرته د ترکیې په جنوب کې د دوو چاودنو مسؤل کردي بېلتون غوښتونکي یاد شول.

ترکي چارواکو په وروستیو کې د داعش یو شمېر مشکوک کسان ونیول او چارواکو وویل چې دغو کسانو غوښتل په استانبول او انقره کې چاودنې وکړي.

XS
SM
MD
LG