د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

"په کلني ډول افغانانو درې عشاریه ۹ میلیارډ ډالره رشوت ورکړی"


د شفافیت د نړېوال سازمان یوه نوې څیړنه ښیې چې په کلني ډول افغانانو درې عشاریه ۹ میلیارډ ډالره رشوت ورکړی دی.

دا خبرې د دغه سازمان د اسیا د برخې رییس د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دغې نوې څیړنې د اعلان پرمهال وکړي.

دا څيړنه د افغانستان په دولسو دولتي او غیردولتي ادارو کې شوې.

افغان چارواکي هم له دې څیړنې سره تر یوه حده موافق دي خو ټينګار کوي چې د فساد سره د مبارزې لپاره باید په ګډه کار شي.

د شفافیت نړېوال سازمان وایي، د دوې په نوې څیړنه کې ۵۰فیصده افغانانو ویلي چې بېلابېلو ادارو ته نژدې څلور ملیارده ډالره رشوت ورکړی.

د دغه سازمان د اسیا د برخې رییس سریراک پلیپاټ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوې نوې څیړنې د خپرولو پر مهال وویل، د دوې څيړنه ښیې چې ډیری دغه رشوت د بې وزلو افغانانو له خوا ورکړل شوی دی:

"ټول پنځوس فیصده افغانانو ویلي چې رشوت یې ورکړی، د رشوت تر ډيره اندازه په بې وزلو خلکو کې ده،درې عشاریهنهه میلیارډ ډالره په کلني ډول رشوت ورکړل شوی چې دا مبلغ هم د خلکو ګراف ته په کتو په ۲۰۰۹ کال کې ۴۰فیصده وه او په ۲۰۱۲ میلادي کال کې پنځوس فیصدو ته رسیدلې ده."

د روڼتیا د نړېوال سازمان او د هغه د ملي همکار د افغانستان د روڼتیا څار د سازمان له خوا دا څيړنه په دولسو دولتي او غیردولتي ادارو کې شوې ده.

مقننه قوه، اجراییه قوه، قضایه قوه، انتخاباتو کمېسیون، د تفتیش عالي اداره، د څارنې عالي اداره، د قانون د تنفیذ ادارې او د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادره له هغو دولتي ارګانونو څخه دي چې د شفافیت د څار سازمان په کې څیړنه کړې ده.

د شفافیت د نړېوال سازمان راپور ښیې چې په افغانستان کې له پراخو پانګونو سره بیا هم د کارکوونکو په ګمارنه او ګوښه کولو کې د سیاسي لاسوهنې د شتون او د فساد او رشوت په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله عامه سکټور خلکو ته ان د بنسټیزو خدماتو په وړاندې کولو کې هم ستونزې لري.

دوې همدارنګه پر افغان حکومت غږ کوي چې د فساد مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

تر دې پخوا هم په افغانستان کې په ځانګړي ډول په عدلي او قضايي ادارو کې د فساد او رشوت ورکولو خبره شوې خو یادې ادارې په داسې حال کې چې دغه موارد مني خو وايي چې پر وړاندې یې مبارزه شوې او لا هم جدي هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د ټولنیزو او فرهنګي اړیکو د برخې رییس میاګل وثیق په دغه ناسته کې سره له دې چې په دولتي ارګانونو کې د فساد خبره ومنله ټینګار یې وکړ چې باید په یاده برخه کې خلک له دوې سره مرسته وکړي:

"ملت باید په دې برخه کې موږ سره مرسته وکړي ترڅو له فساد سره مبارزه وکړو، حکومت له فساد سره مبارزې لپاره ژمن دی خو هرڅوک په خپل وار مسوولیت لري چې اصلاح لپاره هڅه وکړي زه ډاډه یم چې اصلاحات به راشي هر څوک باید له خپل ځان نه پیل وکړي."

په افغانستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو او دغلته د بهرنیو ځواکونو د دیارلس کلن حضور سره، سره بیا هم د دغه هېواد خلک شکایت کوي چې پرته له رشوت د دوی چارې په دولتي ادارو کې مخته نه ځي.

په دغه هېواد کې له قانونه د مفسدینو تېښته او معافیت او د مجازاتو او مکافاتو نشتوالی هغه څه دي چې د خلکو له نظره د فساد پراخېدو ته یې لاره هواره کړې ده.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG