د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د بریښنا د پایو د امنیت لپاره به د سیمې خلک په کار وګمارل شي


د بغلان سیمه ییز چارواکي په پام کې لري چې په ډنډ شهابدالدین سیمه کې د بریښنا پایو د امنیت لپاره د سیمې خلک په کار وګماري.

د بغلان والي وایي، دغه کسان به د سیمه ییزو پولیسو په چوکاټ کې وګمارل شي او دنده به یې یوازې د همدې پاېو د سیمو په امنیت ساتلو پورې محدوده وي.

اوس مهال د بریښنا د ړنګو شوېو پایو په شاوخوا سیمو کې افغان امنیتي ځواکونه له وسله والو مخالفینو سره په جګړه دي څو د افغانستان بریښنا شرکت مسولینو ته دا زمینه برابره شي چې پرې شوي مزي سره ونښلوي او د کابل ښاریانو ته بریښنا ورکړي.

نن څلورمه ورځ ده چې د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې افغان امنیتي ځواکونه د بریښنا د ړنګو شوېو پاېو سیمو د بشپړکنټرول لپاره جنګبږي.

که څه هم د بریښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي د بریښنا ړنګې شوې پایې ته نژدې شوي خو وسله وال مخالفین له شاوخوا درې سوه مترۍ څخه د درنو وسلو په کارولو سره د دغه شرکت کارکوونکي نه پریږدي چې پرې شوي مزي بیرته سره ونښلوي.

د بغلان والي عبدالستار بارز له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې دغه ستونزه به ډیر ژر هواره شي او وایي، له وسله والو مخالفینو څخه د سیمې تر پاکولو وروسته په پام کې لري د همدې پایو د امنیت خوندي کولو لپاره ځایي اوسیدونکې د محلي پولیسو په چوکاټ کې تنظیم او د پایو د خوندیتوب چارې وروسپاري.

ښاغلي بارز زیاته کړه:

"پولیسو دنده اخستې او خپل کسان یې چمتو کړي دي د هماغې سیمې اوسیدونکې چې له طالبانو سره هیڅ ډول اړیکې ونه لري، په دنده وګماري.هم به دوی ته معاش ورکول کېږي او هم به استحکامي پوستې ورته جوړیږي ترڅو د دښمن د نفوذ مخه ونیسي او پایې د تل لپاره فعالې وساتي. دوی به د سیمه ییزو پولیسو په چوکاټ کې ګمارل کېږي."

د بغلان والي د امنیتي ملحوظاتو له مخې د نوېو استخدامیدونکو کسانو شمېره یاده نه کړه، خو ټینګار کوي چې دا کسان به له هیڅ ډول وسله والو ډلو سره تړاو نه لري او نه به هم د سیمه ییزو پولیسو په چوکاټ کې نورو سیمو ته لیږل کېږي، بلکه دنده به یې یوازې داوي چې د همدې پایو امنیت ټینګ کړي.

دا لا معلومه نه ده چې په ډنډ شهاب الدین کې د ړنګو شوېو پاېو شاوخوا ته سیمو عملیات به څومره دوام وکړي، خو د افغانستان د بریښنا شرکت مسولین ډاډ ورکوي چې سیمې ته تر ورتګ وروسته به په اتو یا نهو ساعتونو کې د کابل د بریښنا مزي سره ونښلوي او په دوو یا درېیو ورځو کې به ړنګې شوې پایې بیرته ورغوي.

خو که دغه جګړه نوره هم دوام وکړي څه به کېږي؟

د افغانستان د بریښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل چې په هغه صورت کې یې له تاجکستانه غوښتي چې له هغه هېواد په وارداتي بریښنا کې زیاتوالی راولي.

ښاغلي توحیدي زیاته کړه:

"فعلاً چې د کابل د بریښنا ستونزه تر یوه حده هواره شوې له دې کبله ده چې له تاجکستانه مو بریښنا اخستې ده. اوس مهال سل میګا واټه بریښنا لرو. پرون مو تاجکستان ته مکتوب لیږلې چې که وکولای شي له ۱۵۰ تر ۱۸۰ میګا واټه بریښنا راکړي. دا خبرې لا روانې دي.هیله لرو چې که له یوې لارې په دې کار کې ځنډ راځي له دې بلې لارې بریښنا ډیره واخلو."

ښاغلی توحیدي هیله ښیې چې ډیر ژر به له تاجکستانه په دې اړه ځواب ترلاسه کړي.

په بغلان کې د بریښنا پایو له لارې چې اوس ړنګې شوي دي، له ازبکستانه ۲۵۰ میګا واټه وارداتي بریښنا کابل ته انتقالیده.

وړاندې طالبانو ادعا کوله چې د بریښنا دغه پایې دوی نه دې نړولي، خو له درېیو ورځو راهیسې د بریښنا شرکت مسولین له بېلابېلو تخنیکي وسایلو سره په سیمه کې دي، خو نه شي کولای خپل کار پیل کړي ځکه د بغلان د چارواکو په خبره له درې کېلومتره ساحې څخه د وسله والو مخالفینو له لوري د درنو وسلو ‌ډزې پرې کېږي.

XS
SM
MD
LG