یو شمېر مدني فعالان وايي، د یوناما وروستۍ راپورپه افغانستان کې له عیني واقعیتونو سره اړخ نه لګوي او دغه اداره باید د دا ډول هدفي راپورونو له خپرېدو ډډه وکړي.
دغو فعالانو د سې شنبې په ورځ یوه غونډه کې وویل چې د یوناما دا راپوربه د افغان امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کړي.
د فعالانو استدلال دا دی چې په افغانستان کې د ملګي وګړو د مرګ ژوبلې اصلي عاملین هغه ترهګریزې ډلې دي چې پاکستان ترې ملاتړ کوي خو د یوناما په راپور کې پاکستان ته هیڅ اشاره نه ده شوې.
د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندیه ادارې یا یوناما د وروستۍ راپور د غبرګونونو په دوام، په کابل کې یو شمېر مدني فعالانو دغه راپور یو طرفه او د افغان ځواکونو پر ضد وباله.
د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالینو د شبکې غړو د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، که یوناما په همدې ترتیب د نیمګړو او یو طرفه راپورونو نشرولو ته ادامه ورکړي دغه اداره به خپل باور له لاسه ورکړي.
د ځوانو فعالینو د شبکې غړی سید میثم احساني ادعا کوي چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین هغه مخالفې ډلې دي چې پاکستان یې مدیریت کوي خو یوناما په راپور کې پاکستان ته اشاره هم نه ده کړې.
ښاغلي احساني زیاته کړه:
"د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین طالبان او هغه تروریستي ډلې دي چې په یوه شکل ترې د پاکستان دولت ملاتړ کوي، ولې ملګري ملتونه پاکستان په دغه راپور کې نه مطرح کوي چې په افغانستان کې د بحران او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې اصلي عامل دی چې راځئ داسې ځواکونه په نښه کوي چې هغوي تل د هېواد د دښمنانو په مقابل کې مبارزه کوي."
یوناما د تیرې یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د دوه زره پنځلسم کال د ملکي مرګ ژوبلې په اړه خپل راپور خپور کړ چې له مخې یې د ملکي مرګ ژوبلې لوی عاملین په سر کې طالبان او له هغې وروسته افغان امنیتي ځواکونه بلل شوي دي.
افغان حکومت هم د یوناما دغه راپور سم نه وو بللې او دا یې ویلي چې په راپورکې اکثر د ملکي وګړو هغې مرګ ژوبلې ته اشاره نه ده شوې چې د طالبانو له خوا ورته اوښتې دي.
د ځوانو فعالینو د شبکې بل غړی اجمل سایس بیا وايي، د یوناما له لوري د هدفمنده راپورونو نشرول د دغې ادارې بې طرفي تر سوال لاندې راولي.
ښاغلي سایس د خبرې ناستې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، که یوناما بیا هم د یو طرفه راپورونو خپریدو ته ادامه ورکړي په روانو قضایاوو کې د دغې ادارې د ښکلتیا شک کیدای شي.
ښاغلي سایس زیاته کړه:
"که د ملګروملتونو سازمان په واقعې او هر اړخیزه توګه باندې هغه موضوعات چې په افغانستان او منطقه کې جریان لري څرنګه چې دې انعکاس ورنه کړي په خپلو راپورونو کې دا شک په دوي باندې هم کیږي چې دوي په دې قضایاوو کې تر یوحده کیدای شي خپل اهداف ولري."
په کابل کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هایسم بیا د دغه راپور د خپرېدو پرمهال ادعا کړې وه چې په راپور کې د راټول شوو ارقامو لپاره یې د نړۍ له پرمختللو سیسټمونو کار اخیستی دی او له خپرېدو وړاندې یې دغه راپور د افغان جګړې له ښکیلو خواوو سره شریک کړی و.
یوناما له ۲۰۰۹ کال را په دې خوا په افغانستان کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه خپروي او تل له وسله والو مخالفو ډلو وروسته امنیتي ځواکونه په کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې دویم لامل بلل شوي دي.
راپور: محمد حدیث پردېس