افغان چارواکي وايي د کونړ او هرات د پخواني والي سید فضل الله وحیدي د موندلو لپاره یې هڅې جاري ساتلي او هیله ده چې ښاغلی وحیدي د تښتوونکو له منګولو وژغورل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي دا چې ښاغلی وحیدي د اسلام اباد په یوې امنه سیمه کې د وسله والو له خوا تښتول شوی دی پاکستاني چارواکو هم د هغه د موندلو لپاره د همکارۍ ژمنه ورکړې ده.
د دغه وزارت مرستیال ویاند خیرالله آزاد د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:
"له هغې ورځې څخه چې ښاغلی وحیدي په اسلام آباد کې وتښتول شو افغان حکومت له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې د دې مسئلې تعقیبول شروع کړل. پاکستان حکومت هم موږ ته وعده راکړې چې دا مسئله په جدي توګه څېړي. موږ تمه لرو چې ښاغلی وحیدي د سړي تښتوونکو له بند څخه راخوشې شي."
ښاغلي آزاد زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په اسلام اباد کې د سید فضل الله وحیدي د تښتول کېدو په باب په کابل کې د پاکستان سفیر ولید او له هغه سره یې د افغان حکومت اندېښنه او د همکاریو غوښتنه شریکه کړه.
سید فضل الله وحیدي د اسلام اباد په یوې امنه سیمه اووم فاز سیمه کې تېره جمعه د ناپېژانده وسله والو له خوا تښتول شوی او تر اوسه یې کومه پته نه ده لګېدلې.
اخوا د اسلام اباد پولیسو د ښاغلي وحیدي د ژغورنې لپاره یو ټیم ټاکلی چې خپلې هڅې يې پيل کړي دي.
د دغه پلټونکي ټیم مسؤل اشتیاق ازادي راډیو ته وویل چې په اسلام آباد او ځینو لیرې نږدې سیمو کې یې عملیات کړي خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ترلاسه کړې.
ښاغلی اشتیاق وايي:
"تر اوسه کومه خاصه نتیجه نه ده معلومه. بېلابېلو سیمو ته تللي یو. څو ځایه مو چاپې هم لګولې دي. سړي تښتونې داسې وي چې ډېر جزئیات یې په اړه نه شو روښانه کولای ځکه چې د یوه انسان د ژوند مسئله ده. اوس چې د یاد شخص په اړه هم څه نه دي معلوم. د پاکستان په ټولو اړوندو سیمو کې د یاد شخص د لټون عملیات روان دي. بېلابېلو سیمو ته مو احوال ورکړی دی."
ښاغلي اشتیاق وویل چې د دوی عملیات به دوام کوي او کله چې د ښاغلي وحیدي په اړه معلومات ترلاسه شول او یا له سړي تښتوونکو څخه وژغورل شو نو بیا به ډېر جزئیات رسنیو ته ورکړل شي.
دا لومړی ځل نه دی چې یو پخوانی افغان چارواکی په پاکستان کې تښتول کېږي له دې مخکې هم ځینې نور کسان یا تښتول شوي یا په بېلابېلو پلمو ځورول شوي دي چې تر اوسه هم په دې برخه کې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.
راپور: صفي الله ستانکزی