تازه خبر
سه شنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۶

سیاف: مجاهدینو ته اجازه ورکړئ چې له هېواده دفاع وکړي

پخوانی جهادي مشر او د حراست او ثبات د شورا غړی عبدالرب رسول سیاف
پخوانی جهادي مشر او د حراست او ثبات د شورا غړی عبدالرب رسول سیاف

پخواني جهادي مشر او د حراست او ثبات د شورا غړي عبدالرب رسول سیاف یو ځل بیا له حکومته وغوښتل چې د سولې په ټینګښت او د هېواد څخه د دفاع په لار کې دي، مجاهدینو ته ونډه ورکړي.

ښاغلي سیاف دا خبرې د دوشنبې په ورځ له هېواده د شوروي پوځونو د وتلو، د اوه ویشتمې کلیزې په مناسبت، په جوړې شوې غونډه کې وکړي.

افغان چارواکي وايي، حکومت مجاهدین له پامه نه دي غورځولي او همدا اوس هم ګڼ شمېرپخواني مجاهدین په امنیتي ارګانونو کې پردندو بوخت دي.

پخوانی جهادي مشر او د حراست او ثبات د شورا غړی عبدالرب رسول سیاف، په هېواد کې روانو مخ په زیاتیدونکو ناامنیو ته په کتو سره پر حکومت غږ کوي چې د دې ستونزې کمولو ته دې، د امینتي ځواکونو په لیکو کې پخواني مجاهدینو ته ونډه ورکړي.

دی په دې نظر دی چې د هېواد د روان ناوړه امنیتي وضعیت لامل، د هېواد په امنیتي او د فاعي ارګانونو کې د مجاهدینو نه موجودیت دی.

ښاغلي سیاف دا خبرې د دوشنبې په ورځ په کابل کې، له هېواده د شوروي پوځونو د وتلو د ۲۷مې کلیزې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې وکړې.

ښاغلي سیاف زیاته کړه:

"نظام دې یوڅه شی له موږ سره ومني او هغه دا چې حکومت د امنیت په تامینولو کې پاتې راغلی او زور یې ونه رسید چې دښمن مات کړي.د دې لامل دا دی چې دوې اګاهانه او یا نا اګاهانه د هېواد د زمریانو لاس او پښې تړلي دي. که دوې د هېواد په دفاع کې ملت شریک نه کړي، که سبا هره پېښه کیږی، مسوولیت به یې د حکومت پرغاړه وي، مجاهدینو ته دې اجازه ورکړي چې له هېواده دفاع وکړي."

ښاغلي سیاف دا هم وویل، په هېواد کې یې د یومثبت بدلون لپاره، په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې، طرحې جوړې کړي او ډیر ژر به یې ملت، حکومت او نړېوالې ټولنې ته وړاندې کړي.

ده دا هم وویل، ویل کیږي چې همدا اوس د پولیسو او ملي اردو په لیکو کې خیالي پرسونل موجود دی او حکومت دې دغه تشه په مجاهدینو، ډکه کړي.

په عین وخت کې حکومتي چارواکي وايي، حکومت هیڅکله هم مجاهدین له پامه نه دي غورځولي او همدا اوس د حکومت په مختلفو ملکي، امنیتي او دفاعي ارګانونو کې پخواني مجاهدین په دندو بوخت دي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"د افغانستان حکومت د امنیت په تامین کې د مجاهدینو ونډه اساسي ګڼي، دې برخې ته توجه شوې ده، نن اجراییه رييس وویل، د امنیت په تامین کې د مجاهدینو رول اساسي دی او په کار ده چې مجاهدین له ارګانونو سره مرستې وکړي. سربیره پر دې همدا اوس په مختلفو ملکي او امنیتي ارګانونو کې ګڼ شمېر مجاهدین کار کوي."

ښاغلي سیاف دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د جمهور رییس ځانګړي استازي په تخار او بدخشان ولایتونو کې پر جهادي قوماندانانو غږ کړی چې د مخالفینو پر ضد دې خپلې لیکې منظمې او جنګ ته دې تیار اوسي.

په دې اړه حکومت ویلي هره ډوله چې په داوطلبه توګه له هېواده د دفاع په خاطر اماده ګي ښيي، حکومت حاضر دی چې له قانون سره سم یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې تنظیم کړي.

راپور:خان محمد سیند

​
XS
SM
MD
LG